کور / د ماشومانو نړۍ / پړانګ، هوسۍ او مار

پړانګ، هوسۍ او مار

Atal Tarin


ژباړونکی: اتل جان ترين له لندن څخه


یو وخت یوه هوسۍ په یوه ځنګله کي ګرځېده چي د یو چا نارې یې واورېدې، لږ وخت وروسته پوه سوه چي څه شي نارې وهلې، یو پړانګ پر لار پروت و او پر هغه باندي یوه غټه ونه چپه سوې وه، پړانګ ښور نسوای خوړلای ځکه ونه ډېره غټه وه، هوسۍ ورته وویل:


– دا څنګه پېښه سوه؟


پړانګ وویل:


– زه مازي دلته روان وم چي ونه راباندي ولوېدله. لطفاً ژر یې ایسته کړه که نه خوړین به سم. هوسۍ نه غوښتل چي پړانګ ایله کړي او وې ویل:


– زه فکر نه کوم چي زه دي دومره زوروره یم چي دا کار وکولای سم. خو پړانګ بېخي ډېر ورته وویل او وعده یې ورسره وکړه چي هغه به ونه خوري، اخیر هوسۍ وویل:


– زه به کوښښ وکړم.



هوسۍ ونه یې یو وار پوري وهل خو ایسته نه سوه، دوهم وار یې پوري وهل بیا هم ایسته نه سوه خو چي دریم وار یې پوري وهله نو ونه ایسته سوه، پړانګ راولاړ سو، خپل ځان یې لږ وښوراوه او بیا یې هوسۍ ته وویل:


– مننه هوسۍ! اوس به نو تا وخورم.


هوسۍ وویل:


– مګر تا خو وعده وکړه چي تا به ونه خورم. دا انصاف نه دئ.


پړانګ وویل:


– رښتیا؟ مګر زه ټوله ورځ دلته پروت وم او ډوډۍ مي نه ده خوړلې، ته خو به دا نه غواړې چي زه د لوږي د لاسه مړ سم؟


هوسۍ وویل:


– یا! زه نه غواړم چي ته مړ سې خو زه هم نه غواړم چي زه مړه سم، راځه چي له یو چا څخه پوښتنه وکړو چي څوک پر حق دئ، هغوی ولاړل یوه مار ته یې وویل چي پخوا قاضي وو، مار دواړو ته غوږ ونیو، او بیا یې وویل:


– هوسۍ سم وایي چي پړانګ یې باید ونه خوري ځکه چي هغې د پړانګ ژوند وروژغوري خو پړانګ هم سم وایي چي هوسۍ باید وخوري ځکه چي د لوږي له لاسه مړ نه سي، دا یوه لویه ستونزه ده چي حل یې کړم، موږ باید هغه ځای ته ولاړ سو چي دا مشکل پکښي رامنځ ته سوی دئ، بیا تاسي به ما ته وښووي چي دا هر څه څنګه پېښ سول.


هغوی هغه ځای ته ولاړل، پړانګ بیا پر هغه ځای پرېوتی او هوسۍ بیرته ونه پر کښېښوده، مار وویل:


– ښه! هوسۍ ته اوس بیرته ونه ورڅخه ایسته کړه.


خو هوسۍ وویل:


– ما یو واري په ډېر زحمت دا کار وکړ، فکر نه کوم چي زه به دي دوهم وار دا کار وکولای سم.


مار وویل:


– که ته ونه نسي ایسته کولای نو زه نسم کولای چي دا مشکل حل کړم.


هوسۍ له مار ته مننه وکړه او ولاړه، مار په هغه پسې سو او پړانګ یې پرېښوي چي بل څوک یې وساتي.


د دې نکل درس دا دئ چي موږ باید د یو چا د نېکۍ بدله په نېکي وکړو.


( د افریقا څخه)