کور / تازه خبرونه / د کوهستان د جېنکو د مرگ یا ژوند په اړه تضاد خبرونه

د کوهستان د جېنکو د مرگ یا ژوند په اړه تضاد خبرونه

پېښور:پاکستاني چارواکو نن یوځل بیا د کوهستان هغه ښځې عدالت ته وړاندې نه کړل شوی چې د مرگ یا ژوند په اړه یې گډوډ رپوټونه راروان دی دی. د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسن وئیلي دی چې سېمې ته تلې وو او وایي هغه څلور ښځې ژوندی دي چې په لانجمنه ویډیو کې ښودل شوي دي.بلخوا د سپريم کورټ په وينا کوهستان ته د پينځوؤ ښځو د حالت معلومولو لپاره دليږل شوې ډلې يوې غړې فرزانه باري هم د زيارت په ورځ پخلى کړى دى چې د دغو ښځو څخه څلور ژوندي دي.فرزانه باري په دغه کيس کې دښځو دحالت معلومولو لپاره سيمې ته دليږل شوې ډلې يوه غړې ده. میا افتخار حسین او فرزانه باري مېډیا ته ویلي چې په ویډیو کې ښودل شوؤ ښځو نه دواو لېده کاته شوي دي خو دواړو د دغو ښځو نومونه بدل ورکړي.میا افتخار وائي چ د شرین او روبینه سره لېده کاته شوي خو فرزانه باري بیا وایي چې ملاقات یې د شاهین او امنه سره شوې دی. مېرمن باري ویلي چې په شخصي توگه يې د دوؤ ښځو سره ليدنه کړې ده او د هغې په وينا هغوي روغې رمټې دي. هغې زياته کړې ده چې د جېنکو په بدنونو دتشدد هيڅ رقم نخښې نشته.باري دا هم وائي چې سيمې ته ليږل شوې ډلې دښځو يوه ويډيو هم لاسته راوړې ده. دبشري حقونو د تحفظ يوې بلې غړې فوزيه سعيد ددغو تفصيلاتو پخلى کړى دى.يو شخصي ټيلي ويژن سره خبرو کې هغې وويل چې دوي د يوې جينۍ سره ليدنه کړې ده، دهغې پيژندگلو شوې ځکه چې دوي د ځان سره د جينکو عکسونه وړي وؤ، دوي د يوې بلې جينکۍ سره هم ليدنه وکړه چې هغه پيژندلى نۀ شوه خو په سيمه کې موجودو خلکو وويل چې هغه په ويډيو کې دښودل شوؤ ښځو څخه يوه ده.
د کوهستان د دورې نه وروستو پيښور کې ميډيا سره خبرو کې ميا افتخار حسين وويل دى پخپله دهزارې دکمشنر او اين جي او داستازو ښځو سره دکوهستان دپالس تحصيل پيچ بيلا کلي ته تللى ؤ.ميا افتخار وويل فرزانه باري او نورو ښځو ددوؤ جينکو شيرين او روبينې سره ليدنې کړي دي چې ترې واضحه شوې ده جينکۍ ژوندۍ دي.ميا افتخار وويل دکلي په مشرانو مشتملې جرگې سره يې هم ليدنه کړې چې دغلته دجينکو دکورنۍ څلورو کسانو گواهي ورکړه چې جينکۍ ژوندي دي.ميا افتخار په ميډيا ښودل کيدونکې ويډيو د اصلیت په اړه هم پوښتنې وکړې او وې وئيل ويډيو کې يو ځايې کې هم ښځې او سړي يو ځايې نۀ دي ښودل شوي.هغه وويل چې دجينکو دوژنې ادعا کوونکي افضل څخه چا هم ثبوت ونۀ غوښتو خو حکومت څخه ټول ثبوتونه وغوښتل شول.هغه د سپريم کورټ څخه غوښتنه وکړه چې دهيواد بدنامۍ کوونکو ته دې سزا ورکړل شي.
په سيمه ييزه ميډيا تيره اوونۍ يو راپور خپور کړل شوى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ د کوهستان په پيچ بيلا نومې سيمه کې يوې جرگې دوادۀ په دستوره کې گډه کوونکو دوؤ هلکانو او په دغه موقع دلاسونو قړقونکو څلورو ښځو دوژلو امر کړى ؤ، وروستو داسې خبرونه هم مخې ته راغلل چې دغه هلکان او ښځې وژل شوي دي، چې ددغه خبر دمخې ته راتللو وروستو سپريم کورټ ددغه معاملې نوټس اخستى ؤ او اوريدنه يې کوي.
په کوهستان کې ددغو ښځو يو رشته دار محمد افضل ادعا کړې ده چې په ويډيو کې ليدل کيدونکې څلور ښځې او يوه بله ښځې په پيلز نومې کلي کې وژل شوي دي. خو کومو دوؤ سړو ته چې جرگې دمرگ سزا اورولې دهغوي څخه ديو تن ورور افضل پخپله دې خبره کلک ولاړ دى چې دغه ښځې وژل شوي دي.دسپريم کورټ څخه بهر ميډيا سره خبرو کې افضل بيا وويل چې ښځې وژل شوي او دهغوي مرۍ غورڅې کړل شوي دي.
هغه وويل چې دغه ښځې په 30مه مئ دهاغه ملا په امر وژل شوي چې د40ؤ څخه نيولې تر 50ؤ کسانو پورې دجرگې مشري يې کوله.
په عين حال کې دخيبرپښتونخوا صوبې چيف سيکرټري عدالت ته وئيلي دي دبشري حقونو دتحفظ غړو پخلى کړى چې دښځو څخه تقريباً دوه ژوندۍ دي ، خو دهغوي کورنۍ به دغو ښځو ته په شخصي توگه اسلام اباد کې عدالت ته دوړاندې کيدو اجازت ورنۀ کړي.