کور / شعر / انارګل ته ډالۍ

انارګل ته ډالۍ

کندهار په ویر کې ډوب دی، سمه، غر ژاړي خاونده
له ټټر یې ویني څاڅي هر ځیګر ژاړي خاونده
د تنکیو سرو ګلابو په ګلپاڼو لمبې ګډې
ارغنداب ټپي، ټپي دی، سپين سحر ژاړي خاونده
د انارو سرخي مړه ده، د انګورو تاک شهید دی
د رنګونو په محل کې ټول جوهر ژاړي خاونده
د ابدال د ښکلاګانو کور مې داسې لولپه شو
د سکروټو پنجوايي کې سور مجمر ژاړي خاونده
د میرویس له ګلبڼه د ښکلا مخلوق په تیښته
مبارکه خرقه ژاړي، هر ممبر ژاړي خاونده
د ویاړونو له بولدکه د ناتار لوخړې خیږي
د انسان په سوو غوښو د زړه سر ژاړي خاونده
ستا ښکلا یې د باروتو په سرکښو لمبو سوې
داسې ستر قیامت نازل دی چې محشر ژاړي خاونده
موږه ولې یو بل وژنو، ولې ژوند راته سور اور دی؟
د دې سوال په ځواب کې ورک یو، هر بشر ژاړي خاونده