کور / تازه خبرونه / کندهاريان يو ځل بيا د غم پر ټغر کښېناستل ۱۰ مړه ۲۲ ټپيان

کندهاريان يو ځل بيا د غم پر ټغر کښېناستل ۱۰ مړه ۲۲ ټپيان

((پلارمي زماسره قول كړى ؤچي سهارتاته بايسكل دررانيسم خواوس …))پردغه ځاى يې خبري په ستوني كي ژړاخفه كړې اوله سترګوڅخه يې بې اختياره اوښكې دګرېوان پرلوررواني سوې اودلوړي ژړاسره يې زياته كړه : اوس نوماته څوك بايسكل رارانيسي؟؟ . داخبري دهغه لس كلن عبدالله وې چي نن يې پلاردكندهارښارپه پنځمه ناحيه كي ديوه ځانمرګي بريدپه ترڅ كي خپل ژونددلاسه وركړى ؤاوزوى يې تړلوزنوته ناست او ټولوهغوكسانوته يې په حيرانتياكتل چي نن دځانمرګي بريدپه ترڅ دقرباني سووخپلوانواحوال پوښتولوته دميروئيس روغتون په انګړكي راټول سوي وو.


يوه بله سپين سرې مي وليدل چي په ځان نه پوهيدل اوپه ژړااوچيغويې دخپل سرويښتان شكول اونارې يې وهلې چي : (( زه تباه سوم ،همدايوزوى مي ؤاوس به يې كونډه اوكوچني يتيمان دچاپردركړيږي ؟؟!!دې ته ورته نورونارواوچيغارودميرويس روغتون انګړپرسراخيستى ؤاوهغه دچاخبره يوقيامت جوړؤڅوك نه پوهيدل چي څه وكړي اوله چاڅخه پوښتنه وكړي اوپرچاددغه عام ولس دوژني ،ټپي كيدواودديرشوكورنيودخرابيدوملامتياواچوي ؟؟


يوډېرسپين ږيرى سړى چي ږېره يې په اوښكه لمده وه په لړزېدلي ږغ راته وويل : (( دخداى پاردى ،داڅنګه حكومت اوخارجيان دي چي زموږامنيت نه سي نيولاى ؟؟!هره ورځ  پښتانه مري اوڅوك هيڅ سرلانه خلاصوي .)) دده په ويناچي وراره يې په دې پېښه كي وژل سوى اوځوانه ښځه يې دپلارپركورپاته سوه . سپين ږيري چي خپل ځان فيض الله راوپېژانده زماديوې پوښتني په ځواب كي زياته كړه : زه نه پوهيږم چي موږافغانان په تېره بياپښتان به ترڅولكه  حيوانان وژل كيږواوڅوك به موپه كيسه كي لانه وي .


كه څه هم مؤظف ډاكټرانودمركولپاره دوالي صاحب دامرغوښتنه راڅخه كوله خوځان مي په يوډول نه په يوډول ترټپيانوپوري ورساوه اوله يوه تن ټپي څخه مي چي له خپلوټپوڅخه ډيرناكراره ؤدسترګوليدلى حال وپوښتى ،هغه راته وويل : (( سهاردنهوبجوپه شاوخواكي يوسرف موټرزموږدوكان ته نيژدې ولاړؤكله چي دخارجيانودوه ټانكونه تېرسول نوپردغه موټرسرلمبه وګرځيده نورپه ځان نه يمه پوه سوى. )) دغه ټپي چي ځان يې په دې سيمه كي دوكاندارراوپيژندى زياته كړه : دخداى لپاره داڅه حال دى ،ته وګوره په دې چاودنه كي يوازي سپين پښتانه مري اوامريكايانوته هيڅ تاوان نه ورسيږي ،زه نه پوهيږم چي داجنګ اوچاودني به تركله  به د پښتنو ويني تويوي ؟!


كله چي مي دميرويس روغتون له يوتن مؤظف ډاكټرڅخه چي نه يې غوښتل نوم يې خپورسي دقربانيانوپه اړه پوښتنه وكړه ،هغه راته وويل چي تراوسه پوري ټول راوړل سوي ټپيان اومړي ولسي وګړي دي چي كوچنيان اوسپين ږيري هم پكښي شامل دي ددې پيښي پرځاى كندهارامنيه قومندان مل پاسوال سيداقا(ثاقب )خبريالانوته ويلي ؤچي په دې ځانمرګي بريدكي دوه ويشت تنه ټپيان سوي اواته تنه نوروژل سوي دي چي دده په ويناپه ټپيانوكي دوه تنه دولتي عسكرهم شامل دي اونورټول دسيمي دوكانداران اولارويان دي.
يوتن عيني شاهدمحمدالله هم دډيرومړواوټپيانويادونه وكړه اوزياته كړه چي په دې بريدكي ترلسوډيرودوكانونوته هم تاوان رسيدلى دى اوده ليدلي دي چي دپيښي په ځاى كي دولسي وګړوويني اوغوښي يوې اوبلي خواته پرتې وي . په دغسي حالاتوكي تل دميرويس روغتون دويني له كمښت سره مخامخ كيږي چي بياپه ښاركي دټپيانولپاره دخلګوڅخه دويني غوښتنه كوي ،نن هم دهمدغه اړتياپربنسټ په كندهاركي (دسولي مركې )په لسګونوځوانان ليدل كيدل چي دټپيانودژوندژغورني په موخه يې خپل دبدن وينه وركول اوله دې لاريې خپل دهيوادپالني احساس څرګنداوه دهمدې ډلي يوتن ځوان حيات الله (معصوم ) دويني وركولوڅخه وروسته پرنوروځوانانوباندي هم ږغ وكړچي په دغسي وختونوكي دځپلوهيوادوالولاس ونيسي ځكه ځوانان دده په ويناديوې ټولني دملادتيرحيثت لري .  ديادوني وړده چي پردغه سيمه يعني دكندهارښاردپنځمي ناحيې دده خواجې پرسيمه تل دغسي ځانمرګي بريدونه ترسره سوي دي چي په هره پېښه كي يې ډېرى قربانيان ولسي وګړي دي كه څه هم دكندهارښاريانوله بهرنيوځواكونوڅخه غوښتنه كړې ده چي دورځي له خوادي په ښاركي له ګرځيدوراګرځيدوڅخه ډډه وكړي خوبهرنيان كله دافغانانوپه خبرواوغوښتنوغوږګروي ؟؟!!