کنړ: د ملي امنيت مدير ووژل سو

عطاالله محمدي | جون 11th, 2012


د کنړ ولايت د انګام اولسوالۍ د ملي امنيت مدير نن سهار په يوه بريد کي ووژل سو.
بريد نن سهار د دې اولسوالۍ په مرکز کي د سهار لمانځه پر وخت سوى .
د دې ولايت دوالي وياند واصف الله واصفي د پېښي پخلى کوي او وايي چي په دې اړه ئې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه ئې پلټني پيل کړي.
وسله وال طالبان وايي چي دا کار موږ کړى.

Copyright Larawbar 2007-2024