کور / شعر / د جاويد احمدزي غزل

د جاويد احمدزي غزل

چې د بڼو په شان د غشي پر ما يلغار کړي
لکه ظالم پوځ د زړه پلازمېنه مې ناتار کړي
بورا به هغه دم د ګلانو طواف پرېږدې
که ما غوندې مينه د خوبانو په رخسار کړي
يو يې سترګې تورې بل يې رانجه کړه پې پورې
نو ر وژلو ته د عاشقانو څه تلوار کړي
زه د ښکاري په دام کې پريوتم بې خبره
د صیاد په دود اشنا د مفتون زړونو ښکار کړي
دا چې څومره غمونه پر ما باندې انبار دي
مينه کې پښتون يم ،کنه غر خو هم هموار کړي
خلک مې بولي مجنون د عشق په کار او بار کې
پتنګان سوځيدلو کې د مينې اظهار کړي
د غزل په زده کړه کې زه لا بېخي ماشوم يم
د يار يادونه دی چې رنګين زما اشعار کړي
بلجيم د انتورپن ښار 11/06/2012