د ناټو اکمالاتی ټیم خالی لاس له پاکستانه ووت

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 12th, 2012


فرانس پریس آژانس راپور ورکوی چی هغه امریکایی ټیم د پاکستان څخه بېله کومی ګټی روان سو چی غوښتل یې د افغانستان لپاره د ناټو اکمالاتی لاره بیا خلاصه کړی . دغه هیًت چی د څو هفتو راهیسی په پاکستان کی خبری اتری کولې ، خالی لاس واشنګټن ته روان سو چی د دواړو هیوادونو اړیکی یې نوری هم ترینګلی کړې .
راپور وایی چی امریکا د هغو ۲۴ پاکستاني پوځیانو له امله بخښنه نه غواړی چی په تیر نوامبر کی یې بمبارد کړل ، بل دا چی د هر ټرک ( لارۍ موټر ) په سر ټاکلی مبلغ نه ورکوی او درېیم دا چی تیره اوونۍ د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا خبردارﺉ ورکړ چی نور نو د پاکستان پر ضد زموږ حوصله ختمیږی . نو ځکه پاکستان هم پر خپل موقف جدی ودرېد او لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی د امریکا د دفاع د وزارت د مرستیال جنرال پیټر لېووی سره د کتلو څخه انکار وکړ چی څو ورځی مخکی اسلام آباد ته ورغلی و .
خو د پنتاګون نطاق وویل چی د هیًت دا خالی لاس راتګ دایمی نه دی او خبری اتری به بیرته پیل سی . امریکا او ناټو فعلأ خپل اکمالات د هوا له لارې او هم د روسیې او منځنۍ آسیا له لاری کوی چی خورا اوږده لاره ده او ډیر ګران تمامیږی .
سیاسی شنونکي وایی چی امریکا او پاکستان دوه داسی ملګری دي چی یو بل ته حیاتی اړتیا لری ، مګر نه سره جدا کېدای سی او نه هم پر یوه لاره تللی سی ، یعنی هر یو خپلی ګټی مدنظر لری .

Copyright Larawbar 2007-2024