کور / خبرتیا او پيغامونه / جرمني د بايرن ايالت د افغانانو د كلتوري ټولنـي اعلاميه

جرمني د بايرن ايالت د افغانانو د كلتوري ټولنـي اعلاميه

دجرمني په بايرن ايالت كې دافغانانوكولتوري ټولنـه دولسمشر كرزي وروستنۍ څرگندونې چې، تېره ورځ يې په يوه خبري غونډه كې كړې دي په خپل ټول شـــدت سره محكوموي او دخپلولاندنيو پرېكړوعملي كول غواړي:


۱ـ ښاغلى كرزى دې ډېرژردخپلوغيرمسؤلانه څرگندونوله وجې له افغان ولس اوپه خاص ډول له كـوزې پښــتونخوا څخه بښــنه وغواړي ((اوبيا پښــــتنو ته پاكستانيان ونه وايي))


۲ ـ  افغانستان او تاجكستان يو هېـواد نه بلكې دوه ځانگړي هېـوادونه دي اوخپلې تاريخي، كولتوري، سياسي او ژبنيزې ځانگړتياوي لري


۳ ـ  ښاغلى كرزى بايدوروسته له دې څخه خپلې ټولې ويناوي دخپل ذهني استقرارلپاره په


ليكلي ډول وړاندې اودكاغذله مخې ولولي ترڅود رسمي پايلومسـؤليت يې پورته كړاى شي


۴ ـ له ښاغلي كرزي  سره دې مركې اومخامخ روان كنفرانســــونه راساٌ نه خپريږي لمړى بايد چك اوبيا دخلگو غوږو ته ورسيږي ترڅوبيا داسې ديپلوماتيك تېرى ونه كړي


۵ ـ موږله هېواد څخه بهراودننه له ډېرو افغانانو سره په تماس كې ېو، هغوى دم گـــړۍ د سرشمېرنې ځكه مخالف دي چې يو ځل به بيا دافغـــان ولــــس له لـوى اكثريت سره په دې سرشمېرنه كې ســخته جفا وشي


۶ ـ ترڅو چې افغان ولس ديو حقوقي اوباحيثيته دولت لرونكى شوى نه وي ترهغـــو پورې دې د ډېورن په تپل شوې كرغېړنه كرښه بحث نه كيږي


۷ـ كه ښاغلى كرزى دخپلو تېروتنو له امله بښــنه ونه غواړي او په راتلونكې كې بيا داډول څرگندونې وكړي نو لراوبر افغان ولس حق لري چې سـوله ايز لارينونه وكړي اوهمدا راز د ولسمشري په راتلونكو ټاكنوكې يو داسې چاته خپله رايه وركړي، كوم څوك چې د لـــوى اوازاد افغانستان ارمانونه لري


۸ ـ له ناټوڅخه په زغرده هيله كووچې، نورد طالب په نوم له قـــام وژنې څخه لاس واخلي


۹ ـ دافغانستان له رښتيني دوست ((جرمني)) څخه هيله كوو چې، دافغانستان د روان كړاو اوستونځودحل لپاره د بن دكنفرانس په شان يوبل نړېوال كنفرانس ته توجع وكړي ترڅوهم زموږ په سيمه كې سوله ټينگه او هم دنړېوالو بچيان له مرگ څخه وژغورل شي



يادونـــــــــــــــــــــــه:


دپورتنيو پرېكړو يوه يوه كاپي په رســـمي ډول د جرمنـــي صدراعظمې  اغلې مېركل او په جرمني كې دافغانستان سفير ته هم ولېږل شوې .