کور / تازه خبرونه / کندهار : امنيتي غونډه ترسره سوه

کندهار : امنيتي غونډه ترسره سوه

په کندهار ولايت مقام کي د تل په څېر اوونيزه امنيتي غونډه د کندهار والي په مشرۍ ترسره سوه .
غونډه چي نن ورځ د ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه پکښي کندهار امنيه قوماندان، د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان ، د ملي امنيت رياست مرستيال او يوشمېر نورو اړونده چارواکو ګډون کړى ؤ .
د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان وويل چي په ژړۍ ، پنجوايي او يوشمېر نورو اولسواليو کي ئې عمليات پيل کړي چي تر دې مهال ئې د وسله والو ډېر پټنځايونه له منځه وړي .
کندهار والي بيا قوماندان د امنيې او ٤٠٤ م ميوند زون قوماندان ته وويل چي سيميز پوليس دي په دندو وګماري او دهغوى د اکمال له پاره دي تر وسه کار وکړي.