زابل: د مور نړيواله ورځ ورنمانځل سوه
په مرکز کلات کې دیوې پراخې غونډي په ترڅ کې دمور نړیواله ورځ ولمانځل سوه
هغه غونډه چې دمور دنړیوالي ورځي په مناسبت په مرکز کلات کې جوړه سوې وه پکي ددې ولایت دمحلی چارواکو ترڅنګ سلګونو میرمنو برخه اخستې وه په غونډه کې ددې ولایت یوشمیر میرمنو په خپلو خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې دولت دښځو دژوندانه دښه والی دپار ه هیڅ ندي ترسره کړي او هم دوي دکارکولو زمینه برابره سوې ددوي دغه راز زیاتوي چې اوسمهال په مرکز کلات کې سلګونه میرمني سوال فقرته اړ سوي او ورځي ورځي ددولتی او غیري دولتی ارګانونو مخته ناستي وي چې هیچا ورسره مرسته هم ندي کړې دوي دغه راز له دولتی چارواکو څخه غوښتنه کوي دښځو دپاره باید پروژي پلی سی ترڅو میرمني د اوسنیو بدبخیتو څخه خلاصي سی
په ورته وخت په جوړه سوې غونډه کې دزابل والی محمد اشرف ناصري په خپله وینا کې وویل چې تر هر وخت وړاندي دوي دښځو دژوندانه دښه والی ډير کار کړي او دوي ته یی روزنیزې او دکار ذده کړي ګڼي پروژې پلی کړي ښاغلی ناصري زیاتوي چې اوسمهال په مرکز کلات او ولسوالیو کې زرګونه انجوني دذده کړو دپاره ښوونځیو ته ځي نوموړي دغه راز زیاتوي چې دولایت مقام په پام کې لري ترڅو په راتلوونکي کې هم ورته ګڼي پروژې پلی کړي
دیادوني وړده چې دمور ورځ په داسی حال کې په مرکز کلات کې لمناځل کیږي چې ددې ولایت ډيري میندي لا هم دګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي