کور / تازه خبرونه / كندهاردايستناف محكمې ريس،دمحبوسينودوسې دوى نه ځنډوې

كندهاردايستناف محكمې ريس،دمحبوسينودوسې دوى نه ځنډوې

دكندهاردايستناف محكمه اومرافعه څارنوالى وايي چې كه دبنديانودوسيې له پوليسواوپلټونكواداروڅخه پروخت ورورسيږي نوچمتودي چې دتورنوكسانودوسيي بې له ځنډڅخه وڅيړي .


دكندهاردايستناف محكمې ريس قاضي عبدالجباردكندهارپه لوي محبس كې له بيديانوسره دخبروپه ترڅ كې زياته كړل چې هڅه كوي ددوسيوپه څيړلوكې يي چټك ګامونه واخلي خودتورنوكسانودوسي په لمړنيوپلټونكواداروكې زيات وخت نيسي .


دكندهارلوي محبس چې دسويلي حوزې ترټولوسترزندان دي دلوي كندهاردټولوولايتونوزندانيان پكې ساتل كيږي .


له دغه زندان  څخه دافغان ولسمشرحامدكرزي ددوځانګړفرمانونوله مخې چې يويي دحضرت سروركائنات  (ص )دمبارك ميلاداوبل يي دښځودنړيوالي ورځي په مناسبت صادركړي ووله مخې يي يوشمېرجنايي بنديان ازاداوديوشمېرنورودبيندپه موده كې بياكموالي راوستل سو.


دنومووړودوفرمانونودعملي كولوپه موخه ټاكل سوي پلاوي له خوشي سويوبنديانوڅخه وغوښتل چې خپلې تيري كړني دي بيانه تكراروي اوديوه هوساټولنيزژوندانه لپاره دي كاروكړې .


دكندهارمرافعه څارنوال عبدالرشيد(عابد)وايې چې ديادوسويودوفرمانونوله مخې يي شپاړس تنه زندانيان خوشي كړي چې يوه تنه يې ښځينه وه .


دښاغلي (عابد) په ويناچې خوشي سويوبنديانودخپل بنديوه زياته موده تيره كړې اودفرمان له مخې ټاكل سوي پلاوي مستحق وګڼل سول .


دكندهارپه لوي محبس كې داسي كسان ترسترګوكيدل چې ويل يې پرډېروكوچنيوجرمونوورته  دبندزياته موده ټاكل سوې ده .


يوتن چې له نوم اخيستلويي ډډه كول وويل چې پريوه رخچينه ورته له لسوكلونوڅخه دبندزياته موده ټاكل سوې ده .


دې ته ورته ځينونوروزندانيانوهم ادعاكول چې دنورومجرمينوپرځاي  راوستل سوي دي اودهغو پرځاي دوى ته سزاوركول كيږي .


دكندهارپه لوي محبس كې يوزيات شمېربنديانونيوكه كول چې زياته موده يي په بندكې بې له جرمه تيره كړې اودوسې يې نه څيړل كيږي .


دغوزندانيانوله عدلي ارګانونوڅخه غوښتنه كول چې ددوى دوسې دي وڅيړې .


دكندهاردايستناف محكمې ريس قاضي عبدالجبارله زندانيانوسره په مخامخ خبروكې وويل چې كه له لمړنيوپلټونكواداروڅخه پروخت دوسې ورته وسپارل سي نوپه لنډوخت كې به زياتي دوسې وڅيړي .


دكندهارلوي محبس چې دسرپوزې په محبس هم شهرت لري يوله هغوزندانونوڅخه دي چې په افغانستان كې دانقلابوپرمهال به دوخت دنظامونوسياسي مخالفين پكې ساتل كيدل .


اوس پدغه زندان كې دسياسي بنديانوترڅنګ جناي بنديان هم ساتل كيږي .
په دغوبنديانوكې يوه ډله ښځينه بنديانې دې چې داخلاقي اوجنايي جرمونوپه تورپكې دبندشپي  سباكوي .


دغه ښځينه زندانيانې چې په يوه ځانګړې بلاك كې ساتل كيږي ماشومان يې هم  ورسره ژوندكوي .


دډيريوپه باوركه له زنداني ميرمنوسره يي ماشومان په زندان كې پاتي سي نوښايي چې په راتلونكې ژونديي ناوړه تاثيرات ولري .