کابل:د اسيا زړه هيوادونو باندنيو چارو وزيرانو کنفراس جوړ سو

د لراوبر اداره | جون 14th, 2012


نن د پنجشنبې ورځ د آسیا زړه هیوادونو کنفرانس په کابل کې جوړ سو. په دغه کنفرانس کې چې د پاکستان، المان، ترکيې او امریکا متحده ایالاتو بهرني وزیرانو او نړیوالو موسسو ګډون کړی وو، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپلو خبرو په مهال په افغانستان کې د سولي او ثبات د رامنځ ته کولو په موخه د سیمه ییزی همکاری په پیاوړي کولو باندي ټينګار وکړ. ولسمشر کرزي په خپله وینا کې د ښې حکومتدارۍ او د اداري فساد د له منځه وړلو ترڅنګ د انتقال د پروسې د پرمختګ په اړه ګډون کونکو ته معلومات وړکړل او د سیمه ییزو هیوادو څخه یي په افغانستان کې د سولي او ثبات د ټنیکښت په موخه د لاهمکارۍ غوښتنه وکړه.




 
د آسیا زړه هیوادونو کنفرانس، د استانبول د بهیر چې تیر کال د نومبر په میاشت کې د یو شمیر بهرنیو وزیرانو په ګډون سره په سیمه کې د امنیت او د ترهګرۍ او نشه یې توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په موخه په لاره اچول سوی وو، په نتیجه کې رامنځ ته سو. په دې وروستيو مياشتو کې د استانبول بهیر د ګاونډیو هیوادونو لپاره یو نوی فرصت بلل کیږي چې په سیمه کې و ناامنۍ ته د پای ټکی کښیږدي. په همدي موخه، تر دا مهاله، بیلابیلې سیمه ییزې غونډی ترسره سویدي او ۴۳ باورجوړونکې تدابیر په ګوته سویدي چې کیدای سي په سیمه کې اقتصادې اړیکو د ټنیګښت او همکاریو بنسټ واوسي. 
 
یو بل مهم کنفرانس به د روان کال د جولای په میاشته کې په توکیو کې جوړيږي، په دغه کنفرانس کې به تمویل کونکې اداری د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ملکې مرستو په اړه تصمیم نیسي.

Copyright Larawbar 2007-2024