کور / کیسه / احتیاط کوه

احتیاط کوه

ډېري خوارۍ پر تېري شوې ، سوګل یې دتي و او رنګینه په دوهم کال کي وه چي خاوند یې یوه شپه کور ته تلی پر لاري غلو وویشت او مړ شو، دلاس ساعت او څه پیسې یې ځني یووړې ، د ” خانو ” تر فاتحې وروسته یې څوک نه درلودل ، چي غم یې وخوري یا یې سرپرستي وکړي .
میراث خواره یې ښه خلګ وو ډېره یې نه زهېروله مګر د کومک وس یې هم نه ورسره کېدی ، ولي هغوی هم غریب خلګ وو ، خاص څه یې نه درلودل ، بس ” شمایله ” وه او دوه یتیمان ، ځوانه وه ترکور هم نه شوه وتلاي چي دچاکره ورشي څه کار مزدوري یې وکړي ، ولي چي خلګ به څه وايي ، چي پر ژوند مي تور داغ ونه لګیږي اوبل که تلای نو دکوچنیانو غم ورسره و، چي خدای ﷻ مه کړه په دوی څه ونه شي ، نه بېریږي ، دیوبل کره که به څه کار پیداشو ، نو شمائلې ته به یې رالېږي ، دتلتک ، نالۍ او بالښت جوړېدو څخه نیولې دکمبلو ترټکوهلو او کالیو ترمینځلو پوري یې له یوه کاره مخ نه ګرځاوه .
دومره مزدوري ورپاتېدله چي وچ اوړه به یې په رانیول بس حیاداره او پلار داره مېرمن وه ، خپله حیا یې ساتله ، دایې هم پاچهي بلله ، چي څوک یې له خپلو یتیمانو سره پرېږدي او کار په ونه لري . خوارۍ او غریبۍ ډېري پرتېري شوې ، خو چا یې ږغ نه واورېدی ، څوکاله وروسته چي اوس ” سورګل ” څه غټ شو ، زلمی شو ، څه موده یې دچا سره مزدوري کوله خواوس پر غاړه راټال دتختو په غالب کي سګرېټ خرڅوي ، څه یې لاس په خلاص دی ، په څلورو پنځو شپو کي به کټو باندي کېدله ماښام به ښه خوشحاله سره ناست وو، دخدای ﷻ شکر به یې کاوه ویل به یې خدای ﷻه : دغه نیمه ډوډۍ موتر خوله تېره ده ته مو باقي ژوند له غمه وساتې او سورګل ته به یې ویل : زویه دغه خواري چي کاږې او ماښام خپل کورته راشې دبل له بدو مودي خدای ﷻ وساتي دغه لویه پاچهي ده ، دغه حال دي خدای ﷻ نه دروي .
سورګل وویل : هو موري ښه ولاړه ده ، خو بیا هم په دغه ګوزاره نه کیږي ، ژوند مناسبتونه غواړي ، جوړ ناجوړپېښیږي ، دالا څه هغه دی بابا مسکین په کوچنیوالي کي کوزده راته کړې ده او ولور یې ټول پاته دی ، حیا مي دبل پرکور ده ….. غاړه یې ایستل غواړي او حیا راخوندي کول غواړي ، هغه نور رواجونه خو لا څه کوې ، زه مجبوریم چي یوه خواري وکاږم .
مور یې وویل : څه خواري به وکاږې ؟ موږ خو مال او دولت نه لرو چي بل کار وبار په وکړې ، بس همدغه ددوو لاسو خواري به کاږې .
سورګل وویل : موري سرکار (حکومت ) خلګوته په پور موټران ورکوي ، زه به یو موټر په پور واخلم ، خواري به په وکاږم په کال دوه کي به مي کار سم شي ، تردغه دوه لاسو خواري خو هیڅ نه وځي .
مور یې ورته وویل : موټر څه کوې یو وار خو پور دی بیا چي ته مسافر شې زه په کور کي یواځي یم ، اوس چي ماښام ته راشې سترګي مي درډکي وي ، دغه دنېستۍ پرګوله سره کښېنو وایم ، چي رنګینه خور دي نه وه راڅخه واده کړې ، له هغې سره به مي خوله پرې وه ، لاس به مي په سپک و ، هغه دی دهغې خوارکۍ بیا څه حال دی ، دژوند ګونډه ده ، زموږ دي دادغم رواجونه شي چي په کوچنیوالي دوستي وکړو بیا نو په لویوالي هغه هلک چرسي یا هیرویني یا غل شي ، نه ده معلومه چي څه شی ځني جوړشي ، موږ هم دغه ستا او درنګینې
دوستۍ په کوچنیوالي وکړې ، هغه دی رنګینه خور دي په سرو اوښکو واده شوه ، په سرو اوښکو ناسته ده زه دلته په پخه یم ، خاوند یې هغه و له بې لارو خلګو سره ګرځېدی هغه دقتل په تور (جرم) حکومت دغه دوه کاله ایله کوي او بندي کوي ، په دغه سرګردانۍ کي یې رنګینه له موږ څخه واده کړه ، په ښادۍ یې پوه نه شو ، پرون زه ورغلې وم ، ګرده کهول یې دغم پر کمبله ناست وو ، رنګینې داسي اوښکي تویولې لکه شمه داسي سوې وه تاچي ویل اور ته دي نیولې وه ، هغه ددې ښه ځواني پربل حال وه .
په دغه وخت کي یې مور له ژړا څخه په سلګیو شوه یو ګړۍ وروسته سورګل وویل : بس دی یو ګړۍ دي اوښکي پاکي کړه ، سورګل هم دپټو په څاک خپلي لندې سترګي وچي کړې بیا یې وويل : هو! موري زه هم څه غوږېدلی یم چي درنګینې خاوند به عمر قید یا پانسۍ کیږي ، هغو اصلي قاتلانو دحکومت سړیو ته پيسې ورکړې ځانونه یې خلاص کړل او ” بلو ” اخښي ته یې وویل : چي ته اقرار کړی و، چي د ” ملک ظریف ورور ما مړ کړی ” او ځان یې پساوکړ، بس هغه دچا خبره ” چي بد ګرځې بد به پرځې” له بدو خلګو سره ناستي ولاړي دغه دی تر دې حاله ورساوه چي نن یې ټوله کورنۍ او خپلوان دغم پرکمبله ناست دي ، وایم چي په موږ پوري یې لا دغه دمسکینۍ ډوډۍ زهر کړې ده ، دومره توان نه دی راپوري چي یو واردغه خور ووینم هغه ددې ښه ځواني څنګه کباب شوه ! بس خدای ﷻ دي دغه زموږ بې ځایه رواجونه ورک کړي ، هلک او نجلۍ لا کوچني وي موږ یې کوزده وروکړو. بیا نونه ده معلومه چي په لویوالي څنګه شي او بیا په دغه ویر اخته شو.
موري ما هغه خپله دغم سندره درته ویله هغه دغه قصه په راګډه شوه څه به یې درڅخه پټوم ، یوه میاشت کیږي چي موټر مي په پور اخیستی دی، موټروان (ډرېور) راچلاوه ما هم زده کړ ، داڅو پېرې کیږي چي زه یې بیایم او راولم مازدیګر چي راورسېږم هلته په ګېرج کي یې ودروم ، موټروان مي نن جواب کړ ما ویل ، ښه دی دغه دده پیسې به هم راپاته شي نو که یو شي ځني جوړشو. موریې وویل : ښه دی زویه اوس خو اوبه تر ورخ تېري دي . زه نو څه درته ووایم بس احتیاط کوه لېري مه ځه ماښام دغه خپل کورته راځه .

” سورګل چي نازده کړی و، موټر یې لا سم نه وزده له څو خطرناکو پېښو څخه خدای ﷻ پاک ژوندی خلاص کړ، کنه هره یوه یې دمرګ وه ، څه موده کیږي چي موټر کور ته راولي ، کله –کله به ماخوستن په کلي کي چا-چا یو او دوه نفرو ژمنه وسره وکړه چي سهار به سره ځو ، بس یو او دوه نفره دغه دکلي یو او دوه نفره دبازاري سواري( سپاري) به یې پیداکړه بیا به یې موټر ته پښه ورکړه ، چا به ویل فضل –فضل وروره لږ سوکه (کرار) درځه اوسو به مودلته په مړه کړې داڅنګه رفتار (تګ) دی ، بل سپاري به ویل : دغسي چابک درځه مرګ له یارانو سره ښه دی ، په دغه اړو دوړ کي به یې موټر راوستی اوبېوی ، برايي ماخوستن هم دکلي درېیو کسانو ژمنه ورسره وکړه ، چي سهار وختي به سره ځو يو دوه کسه به پرلاري پیداشي ، کنې زموږ کرایه دي بس ده ، غرمه لا نه ده په کلي کي نارې شوې چي هلئ مړي یې راوړل ، کوڅې له کوچنیانو او ښځو څخه ډکي شوې ، سپين سري هم کوڅوته راووتې دسورګل مور هم راوتلې ده یوې بلي سپين سري ته وايي . خدای ﷻ دي داجنګ و دروي څنګه ځوانان یې خاوري کړل ، دغه دی بیا یې لکه چي شهیدان راوړل .
هغه دی جنازې یې مسجد ته یووړې بیا به یې کومي مندي بوري کړي وي ، په دغه حال کي یوه دکلي ملا صاحب او هغه موټروان چي داپېښه یې په سترګو لېدلې وه او دامړي یې تر دې ځایه راورسول ، دسورګل پر مور دخلګو له مینځه را دمخه شو او داسي يې ورته وویل : دسورګل موري دخدای ﷻ امر قبول کړه ، خدای ﷻ درکړی و، خدای ﷻ درڅخه واخیست هغه دی ستا دزوی او دکلي درېیو نورو کسانو جنازې مو مسجد ته راوړې . خدای ﷻ دي یې وبخښي .
دسورګل مسکین دمور یوه چیغه (ناره) ترخوله وختله زنو یې بلګ شروع کړاو ټول بدن یې بې واکه شو ، دستي نورو سپین سرو تراوږو ونیوله او پرمځکه یې کښېنوله ، یو بل سپين ږیري ورته وویل : دالته کښېنه جنازه ستا دلېدو لپاره دلته راوړي هغه موټروان (ډرېور) چي دغه قصه یې ټوله په سترګو لېدلې وه ، داسي یې ویل: زما موټر سهار دده په موټر پسې و، دژړي تربند چي ور تېر شو دوه موړه (کږلېچ) په ها خوا سړک ښه هوار او سیده دی ، پردغه ځای چي دی زما دمخه و ، موټر یې نور تېز او چابک کړ ، مخامخ یوه غټه لارۍ موټر پرراغلی ، سورګل هم لکه چي له ډېري تېزۍ څخه موټر نه شو کابو کولای ، نومخامخ یې په دغه بېنس موټر کي وواهه ، دده موټر خو کوچنی و ، دهغه موټر ترحصه لاندي شو ، موږ چي ورکښته شوو، بس دقیامت ورځ وه ، ویني بهېدلې. موږ چي سره راکښل ټول مړه وو، خدای ﷻ دي یې وبخښي ما به کله- کله سور ګل مسکین ته وویل ، چي موټر دي سم نه دی زده ، په خپله یې مه چلوه ، که یې چلوې نو احتیاط کوه .