کور / کیسه / او آخري سلګۍ یې دي

او آخري سلګۍ یې دي

دګلاب ګل و، ټول کلی په ښایسته و ، پلار او مور به هم ښه نازاوه ، ماښام به یې له بازاره پلار څه ناڅه شی ورته راوړی ، په دغه کوچنیوالي کي خدای ﷻ له ښایست سره – سره ښه عقل او پوهه هم ورکړې وه .
کله کله به دماما یا خاله زامنو کور ته بوتلی ، هلته به یې څو شپې وکړې هیڅ بد یې نه کول، هرشی که به بې ځایه پروت و، هغه به یې پرځای ایښوول . چاکو ، اورلګیت (باکس) او دوايي چي به يې دنورو کوچنیانو په لاس کي ولیدل مشران به یې په خبرول . هر وخت به یې لاس ، مخ او کالي پاک ساتل . بس هغه دچا خبره خدای ﷻ ورښوولي وو، هر چابه “ چار ګل “ ښه یاداوه . وایم په ټول کلي کي صفت یې کېدی ، له خپلي خور جمیلې او مور سره به هر وخت دکور په کاروکي بوخت و ماخوستن به مور ورته وویل : چارګله زویه ستړی شوی یې ، نور ځایونه به زه هوار کړم ته ورشه ویده شه شه ټوله ورځ دي آرام نه دی کړی .
چارګل به ویل : موري ماته ښه کارونه خوند راکوي هغه بله ورځ مي پلار ویل : دهر چا سره مرسته کول دښه انسان علامه ده . کله – کله به له پلار سره دلویانو او مشرانو خلګو مجلس ته هم تلی او هلته به یې دمشرانو خبروته غوږ نیوی او خبري به یې زده کولې ، چېري چي به په کلي کي ډوډۍ او مېلمستیا وه ، نو هر چا به “ فتح لالا “ ته ویل ، چي چارګل دي هېر نه شي هغه به خامخا درسره راولې .
دسبق سره یې ډېره مینه وه سهار وختي به مسجد ته د سبق لپاره تلی ، سکول (ښوونځی) په کلي کي نه و، ماښام تیاره چي به یې پلار له بازاره راتلی ، نو ده به تر راتلو پوري انتظار ورته کاوه ، اودلاري خواته به یې کتل . پلار که به یې ټوله ورځ ستړی و یا به یې څه خپګان یا خوابدي لرله ، نو ماښام به د چارګل او جمیلې په خوږو او ښو خبرو هوسا کېدی .
چارګل به کله –کله پلار ته ویل : پلاره ما هم بازار ته درسره بیایه ، زه به هلته کومک درسره کوم خو پلار به ورته ویل : زویه ته لااوس کوچنی یې ، ته اوس خپل سبق وایه .
چارګل : هو پلاره زه به سبق وایم ، سبق زما خوښ دی ، دهغه لاندي کلي ملا صاحب چي نصیحت کوي ، ږغ یې زموږ کورو ته رارسېږي ، داسي ښې خبري کوي زه هر وخت غوږ ورته نیسم .
یوه ورځ چي فتح له بازاره ناوخته ماښام کورته راغلی د چارګل مور ورته ویل : سړیه یو وار دي داجمیله په موټر کي ډاکټر ته وړې وای ، له غرمې څخه ډېره په عذاب ده ، ماپښين مي حال درلېږی خو هغه څوک نه سو پیدا.
فتح چي لور ته ورتېر شو ګوري چي هغه پربل حال ده ، ږغ یې پر وکړی ، لوري جمیلې څه درشوي دي ؟ خو جمیلې ږغ نه شو کولای ، یواځي یې سر ته لاس وروړی یعني دسر له درده ډېره په عذاب یم ، دپلار او مور سترګی په اوښکو لندې شوې چارګل هم ټوله ورځ دجمیلې په ناجوړۍ دیغ او اخوابدی و، له فتح څخه نوره ورکه شوه ، دغسي وموټر ته وخوت او په ډېره تېزۍ یې موټر پر شا راوست ، چي مخ یې راوګرځوي ، یو ناڅاپه یې ږغ ترغوږشو دغسي دچارګل مور هم په ناره کړه ، خوله دي له خاورو راډکه کړه فتح چي له موټره راکښته سو ، ګوري چي چارګل زوی یې په موټر وهلی دی او اخري سلګۍ يې دي .