کور / تازه خبرونه / کندهار: ددرو لوبغالو پر جوړېدو مقدماتي خبري وسوې

کندهار: ددرو لوبغالو پر جوړېدو مقدماتي خبري وسوې

کندهار والي نن د خپل کار په دفتر کي د ولايتي بيارغوني ټيم له استازو او پوځيانو سره وکتل او په کندهار ښار کي يې د دريو لوبغالو او يوه بشپړ جمنازيوم د جوړولو پر سر ورسره مقدماتي خبري وکړې.
په نني مجلس کي د کندهار ولايت مقام مرستيال، د دفتر رئيس، مالي او اداري رئيس، د کندهار ښاروال، د ښار او کور جوړولو رئيس او د المپيک مدير هم حاضر ول.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ولايتي بيارغوني ټيم استازو سره په خبرو کي وويل چي په کندهار ښار او ولسواليو کي بايد ځوانانو ته د بوختيا پيدا کولو په موخه سپورتي لوبغالي او جمنازيمونه جوړ سي تر څو
هغوى پکښي په فارغو وختونو کي تفريح او تمرين وکړي.
نوموړي زياته کړه چي ددې لوبغاليو او جمنازيمونو شروع بايد د کندهار ښار څخه وسي او د هغو ځوانانو لپاره چي له درس ويلو او رسمي وظايفو وروسته وزګاريږي د سات تېري او سپورټ ځايونه پيدا سي.
هغه همداراز وويل چي بايد په سپورټي لوبغالو کي ټولي هغه اسانتياوي لکه د کاليو بدلولو اطاق، د تماشاچيانو لپاره مناسبه ساحه، کانټينونه او داسي نوري اسانتياوي موجودي دي.
د کندهار ښاروالۍ رياست ددې ولايت د ښارسازۍ رياست او المپيک امريت سره په ګډه د کندهار ولايتي بيارغوني ټيم هيئت ته حميدي مېنه، صالحانو کلى اوجنوبي خواته ادراک چمن هغه سيمي په ګوته کړې چي بايد پکښي لوبغالي جوړسي. يادو رياستونو همداراز د کندهار پوهنتون ساحه د يوه مجهز او پراخ جمنازيوم د جوړولو په موخه د ولايتي بيارغوني ټيم استازو ته ور وپېژندله.
رياستونو وړانديز وکړى چي په دغه جمنازيوم کي بايد لږ تر لږه د شلو سپورتي رشتو لپاره ميدانونه وي، کانيټيونه وجود لري، غسل خانې موجودي وي، لږ تر لږه د ٢ زره نندارچيانو د ناستي لپاره ساحه ولري او يو پراخ
پارکينګ په پام کي ورته ونيول سي.

د کندهار د ولايتي بيارغوني ټيم استازو له ولايتي ادارې سره په ننۍ ليدنه کي وويل په نژدې راتلونکي کي به د خپلو لوړو مقاماتو سره پر ياده موضوع کار وکړي او د نتايجو او د سټوډيمونو او جمنازيوم د جوړېدني د وخت
په باب په ولايتي ادارې ته معلومات ورکوي.
هغو له ولايتي ادارې وغوښتل چي ورته د سټډيومونو جوړولو دقيق ادرسونه او د جمنازيوم جوړولو لپاره يوه راخه نقشه او پلان چي ټول اړين ځايونه او اسانتياوي پکښي يادي سوي وي ورکړي.