کور / کیسه / د حجرې يو ماښام

د حجرې يو ماښام

ليکونکی: احمد نديم قاسمي
ژباړن: رحمت ديوان

د بې ډوله انګيټۍ نه ګېر چاپېره د جاخه شوو ږيرو والا بوډاګان، برېتو له تاو ورکړي ځوانان او د خاورو نه ډک سرونه نيولي ماشومان ناست وو او د کلي ذيلدار د دوه درې دهقانانو د څادرونو نه تکيه جوړه کړې، ډډه وهلی پروت وه. فتو نايي او نور دهوبي ورله پښې چاپي کولې، په دېوالونو خواره د دوی تت سېورو د اور د لمبو په اشارو نڅا کوله، د تړک تړک غږ سره اور لرګي خوړل، سپرغۍ په لوګي کې تاوېدلې، بره تور شوو برګو ته روانې وې، يو خواته زوړ نايي شيرو د حقې راښکلو لوبه پېل کړه، د ګړر ګړر په صدا کې ذيلدار اړخ بدل کړو او وې ويل:
ما څه وېل؟
يو ځوان لږ رامخکې شه او وې ويل:
تاسو د هوټل والا سره په جګړه شوئ او د هغه په جامو (د غاښونه جامه) کې مو سوځېدلی لرګی ورومنډه.
ذيلدار د فيل غاښونو په څېر وړه شان ږمنځ د خپل سر په نيم پاتې ويښتو کې ونښلوله.
او – او بس خو خلک راغونډ شو، خلاصون يې وکړ او لانجه يې ختمه کړه، زه د هغه ځای نه نېغ د وکيل کور ته لاړم، څه ګورم چې په مېز يو صندوق ګوټی پروت دی او د وکيل ټول بال بچ او نوکران ترې سندرې اوري.
ما ترې پوښتنه وکړه: وکيل صېب! ريکارډ مو چرته پټ کړی او ستن مو کوم ځای لګولې؟
ويل يې: دا راډيو ده راډيو.
ما ورته وويل: دا څه بلا وي؟.
وېل يې: مونږ اوس دلته په سرګوده کې ناست يو او د بمبۍ سندره اورو.
زما زړه يو ګړز وکړ، ما هم ټول عمر په سفر کې تېر کړی، يو خو د مقدمو دا سلسله نه ختمېږي، بله د ذيلدارۍ معامله ده، کله ګواهۍ ورکولو له ځم او کله صېب بهادر ته سلام له، کله کومه بله پېښه هوارول وي، سل کارونه وي زمونږه، لاهور ته هم يو ځل تلی وم، خو ما داسې مشين چرته هم ونه ليده، چې په سرګوده کې ناست يې او د کلکتې او بمبۍ سندرې اورې، اصل کې د دې وکيلانو د دروغو ويلو نه بل کار نه وي، ما ورته په خندا کې وويل: ولې جي! تاسو ما نه کم عقل جوړوئ څه؟.
ټول هلکان په خندا شو او وکيل په خندا خندا کې په چوکۍ کې ولوېده، ما وېل که ټوکې کوي، د دې ښاريانو ټوکې هم عجيبه عجيبه وي، په وړه وړه خبره به دومره اوږدې اوږدې خنداګانې کوي، ته به وی چې کومې لطيفې غضب کړی دی، يوه ورځ په غلطۍ کې د سرګوده په اډې کې ما د يو کس نه پوښتنه وکړه: څنګه وروره! دلته نه سرګوده پورې کرايه څومره ده؟.
هغه اول خو ماته حېران حېران کتل، لږ ساعت وروسته يې داسې ناڅاپه خندا وکړه چې قابو زما د لاسو نه د ميوو ټوکرۍ لوېدلې وه، ټول ډرائيوران راغونډ شو، ويل يې: ملک صېب! تاسو په سرګوده کې ولاړ يئ او د سرګوده د کرايه پوښتنه کوئ.
اخر په دې کې د خندا څه خبره وه، د پوستکي ژبه ده، چې وخوښېږي نو د چا پکې څه وس دی، څنګه الله يار کاکا؟
ټولو بوډاګانو د ذيلدار د خبرې تصديق وکړ، ذيلدار د لاس په زور ډډه ووهله: ښه، نو وکيل صېب وېل: دا يوه نوې آله ده او دا تار مار نه لري، بس په بمبۍ کې يو سړی سندره وايي او مونږ يې اورو.
ما خو، په قرآن قسم چې دا دروغ واورېدل نو سخت پرېښانه شوم، زرګونه ميله لرې يو سړی سندره وايي، تار مار نشته او وکيل صېب بې غمه په کور ناست سندره اوري، نو جوړ خدای د دوی په قابو کې راغلو، لکه چې دا خلک اوس په پيري او بوت هم قابض شول، چې دا اوس د پيري او بوت کار نه دی، نو نور څه دي، چې وکيل صېب ستنه تاو کړه او يوې ښځې د اوږدو اوږدو ساندو سره ژړا پېل کړه، وکيل وېل: دا د انګليسۍ سندره ده. خو پروردګار ماله هم غوږونه راکړي، د سندرې او ژړا توپير کولی شم، خو په دې نوې خبره حېران وم چې وکيل په مصر ستنه تاو کړه او عربي سندرې پرې غږېدلې، په لاهور يې وَروَسته نو اواز راغی: دا لاهور دی!. زه خو په يو درز سره په چوکۍ کې وغورځېدم او د وکيل بچو او نوکرانو ته چې مې وکتل، نو د هغوی خندا وه چې ختمېده نه، زه د ډېرې غصې نه د هغه ځای نه سرائې ته راغلم او په بله ورځ د ګواهي ورکولو نه وروسته کور ته راغلم، زما مازغه دا خبره نه مني او که دا رښتيا دي نو قيامت خو رانزدې دی.
بوډا الله يار په اور تاوده کړي لاسونه په مخ راښکل، ويل يې: ملک صېب! غضب يې کړی، دې خلکو لکه چې د الوتلې مرغۍ پرونه شمارلي دي، په خدای که يې څوک وشماري، د زمانې نقشه يې ورانه کړې، اوس که چېرته زمونږ پلار نيکه د خدای په قدرت ژوندي شي او دا هر څه وويني نو د حېرانتيا دلاسه به واپس مړه شي، اورګاډی وګورئ! تور د اوسپنې مشين د پېښاور نه لهور او لهور نه دلي پورې منډې وهي او نه ستړی کېږي، دا ګراموفون باجه مو ليدلې؟ څوک لګيا وي په دې تور ککوړي کې؟ بس کيلي تاو کړه، ستنه پرې دپاسه کېده او (مونږ يو د خېبر ځلمي).
(خاوره انقلاب غواړي)، (راشه او راشه)، (يا قربان) کومه سندره چې غواړې واوره. يقين مې نه راتلو، خو په سترګو مې وليدل، په غوږونو مې واورېدل او لاسونو کې مې وکتل، جادو مادو خو دی نه، بس د کوم نَټ کمالات دي چې اواز يې قېد کړی دی. د مجيد خان تاڼېدار زوي وحيد نه مې پرون واورېدل چې په لويو ښارونو کې د شپې تماشې کېږي، په سپينو څادرونو عکسونه ګرځي راګرځي، اسپې منډې وهي، ګاډي زغلي، په يو سپين څادر يې ټوله نړۍ راغونډه کړې، خو زما په دې باور نه راځي، ملک صېب! دا نوي ځوانان چې انګليسي يې زده کړې، دروغ ډېر وئ.
ملک صېب ستوماني وويسته او رانېغ شه، د چيلم نزدې راوړلو اشاره يې وکړه، وېل يې: الله يار کاکا! قسم په خدای، ما په دې خپلو سترګو دا تماشه ليدلې، ګرځېدل خو پرېږده، دا عکسونه خو خبرې هم کيي، د خندا، ژړا او منډو ترړو اوازونه يې هم راځي، د اوبو توئېدو، کاغذ شلېدو، دروازه خلاصېدو……….. په خدای مې دې قسم وي، ټول اوازونه.
يو بل بوډا وويل: اوس ستا د خولې نه اورو، که بل څوک وی نو مونږ به پې د لېوني ګومان کولو.
ذيلدار لږ پښېمانه شه، وېل يې: اوه باباجي! ما دوه څلور ځله دا تماشه ليدلې، اوس که وحيد دلته وی، نو ګواهي به يې درکړې وه، د دې سره ما يوه بله تماشه هم وليده، يو ځوان اووه کسانو په تورو والو، مانه هېر شوي وو چې دا خو صرف تماشه ده، بس چيغې مې کړې: د خدای نه وويرېږئ، څوک هم په دې غريب زړه نه سوځي، ای د خدای ظالمانو! يو بې ګناه غريب وال خوري او تاسو ناست يئ، داړې مو چينګې کړي.
وحيد دې ژوندی وي، چې زه يې د مټ نه ونيولم او په چوکۍ يې کېنولم، چې دا خو عکسونه جنګېږي، بيا ماته د خپلې غلطۍ احساس وشه، دومره دهوکه پرې سړی خوري.
سبحان الله – سبحان الله ……… غضب يې کړی، کمال يې کړی. د حجرې په لوګو کې سره اوازونه ټول ګډ وډ شول.
ذيلدار څادرونه راتاو کړل او د څنګل نه يې لاندې کړل، وېل يې: خو دا د راډيو خبره خو چې زه مړ شم، نو هم به يې ونه منم، دروغو ته رښتيا څنګه ووېم؟.
د حجرې ور د يوې وچې چيغې سره خلاص شو، يو ځوان چې چشمې يې په سترګو وې، په انګليسي ويښتو کې لاس وهلو، رادننه شه، يو خواته د بوټانو په ويستو سره يې وېل: السلام عليکم
ټولو ځواب ورکړ: وعليکم السلام
ملک جي وويل: راځه وحيد خانه! ښه يې؟ هم ستا خبرې کېدې، الله يار ستا نه ډېر بدګمانه دی، وئ چې هغه د عکسونو د تماشې خبره دروغ ده، وحيد دروغ وئ.
وحيد وخندل او الله يار ته يې وکتل، وېل يې: ښه باباجي! دا دروغ سهي، ته يې مه منه، بزرګان څوک مجبوروي، خو زه په دې ګناګارو سترګو څه وکړم، چې په خپله يې ګرځېدونکي او ويونکي عکسونه ليدلي دي، که تا په دليلونو پوی کړم، خو ته به بيا هم دغسې ناپوهه يې، پرون دلته د انګيټۍ په غاړه د زمکې په هکله خبره راغله، ما وېل زمکه غونډه ده، نو الله يار کاکا په قار شه.
الله يار کاکا په يو لرګي انګار راغونډول، وې وېل: وحيد خانه! زما خبره واوره! په خدای قسم، پرون خو ما وېل ته ټوکې کی، خو نن دې بيا دا خبره وکړه، ووايه! زمکه څنګه غونډه ده؟.
وحيد په سنجيدګۍ سره وويل: که چرې د دې ځای نه څوک مشرق ته مخ کړي او روان شي، نو يو نه يو ورځ به بيا هم دلته راورسي.
په حجره کې د خندا يو طوفان راوچت شه، ذيلدار د خندا ودرولو دپاره په خپله خوله کې د څادر پيڅکی وټومبه، ماشومانو يو بل له لتې ورکولې او رغړېدل، په خندلو خندلو د الله يار کاکا پګړې خلاصه شوه، اخر يې د خپلو ضعيفو سترګو نه اوبه وچې کړې او د وحيد خان په اوږه يې لاس کېښود: تر قيامته دې ژوندی وي ستا ښوونکی، څه دليل يې درکړی، قربان دې شم، يره! چې زه ووځم او د ټول کلي يو چکر ولګوم، نو بيا به حجرې ته راتلی شم، خو کلی خو څلور کونجه دی، بيا دا څنګه کېدی شي؟
وحيد خان دې خنداګانو سره عادت وه، په خندا يې وويل: خو زما مطلب دادی چې هم يو خواته روان يې.
الله يار وويل: زه به هم يو خواته ځم، لهور يا امرت سر ته خو نه ځم.
وحيد څه ځواب ورکړ، خو د هغه اواز په تېزه خندا او بې ډوله چکچکو کې ورک شه.
الله يار کاکا يو دم خپل مخ سنجيده کړ او وې وېل: ښه نو وحيد خانه! کوم بل دليل؟ خو د دليلونو ضرورت څه دی، الله مونږ له سترګې راکړي دي، مونږ وينو چې زمکه څلور کونجه ده.
وحيد وويل: بابا! د زمکې په مقابله کې زمونږ وجودونه ډېر واړه دي، اوس که يو مېږی په يو غټ بال کېني، نو هغه ته به بال څلور کونجه ښکاري.
د الله يار کاکا مخ د خندا نه سور شو: ولې تا د ځانه کله مېږی جوړ کړی او په بال ناست يې؟.
د خندا او چکچکو يو بل طوفان راجګ شه او په دېوالونو ګډېدونکي سېوري د يو بل سره په جنګېدو شو.
ذيلدار چغه کړه: الله يار بابا! په قرآن شريف مې دې قسم وي، تا خو زه په خندا خندا مړ کړم، په تشو کې مې درد شه، ستا مخې ته وحيد هيڅ هم نه دی، رښتيا دې وويل، اخر مېږی د انسان په خبرو څه پَېږي.
د وحيد په مخ يو څه د خفګان کرښې راښکاره شوې: ملک صېب! تاسو خو پوی يئ، زه به هم تاسو سره خبره کوم، واورئ! تاسو يو موټی خټه په لاس کې راواخلۍ او هغه په زوره زوره په هوا کې تاو کړئ، چې کله خټه په تېزۍ سره چورلي نو هغه به په مزه مزه غونډېږي، هر تاوېدونکی شی غونډ وي.
ذيلدار وويل: مونږ خو د زمکې خبره کوو.
وحيد وويل: زمکه هم چورلي کنه.
ذيلدار په خندا کې وويل: دا نوې بجلي وغورځېده.
الله يار کاکا په تېزه وويل: همدا دې په مدرسه کې زده کړي، زمکه چورلي، سبحان الله! بخښنه غواړم وحيد خانه! ماته خو ستا په مزغو کې څه فرق ښکاري، په زمکه کورونه دي، غرونه دي، سمندرونه دي، که چرته په چورلېدو کې سمندر لاندې راشي نو اوبه به په زمکه څنګه ودرېږي؟ غرونه به څنګه ولاړ پاتې کېږي؟ مونږ په خپله ولې نه رالوېږو او بيا دومره موده تېره شوه، ما خپل ځان کله هم سرچپه ونه ليده، چې سر مې لاندې او پښې بره شوې.
وحيد غلي شان وويل: په زمکه کې دننه کشش دی، کوم چې هر شی ځان ته راکاږي.
د الله يار صبر ختم شه: زمکه نه ده د اندرُبا (مقناطيس) غر دی، د خاورو په ډېري کې به اخر څه کشش وي، په زمکه کې کشش دی، زمکه چورلي، زمکه غونډه ده، دا خو د قيامت نښې دي.
وحيد خان يو خو په خپله خبره کلک ولاړ وه، بل دومره هوښيار هم نه وه چې چپ شوی وی، وېل يې: چې زمکه نه چورلي نو بيا ورځ او شپه څنګه بدلېږي؟
ټولې حجرې په يو غږ وويل: سپوږمۍ چورلي.
وحيد وويل: نه، زمکه چورلي.
د يو ګوډ نه يو سپين ږيری بابا په ټوخه ټوخه کې راپاڅېد او په ډېره ګرانه د وحيد خواته کېناست، ويل يې: چپ بچيه چپ، يوه وړه شان خبره کوم، ته وی چې زمکه چورلي، زما عمر نوي کالو ته نزدې دی، ما ستا غور نيکه هم ليدلی، د حجرې ور هغه وخت هم دکهن اړخ ته وو، نن هم د دکهن اړخ ته دی او بيا به هم د دکهن اړخ ته وي، که زمکه چورلېدی نو د دې ور به ضرور د پورب، پچهم يا اتر اړخ ته راته، ساده شانتې خبره مې وکړه، اوس د دې ځواب راکه.
په حجره کې چوپيا خوره شوه، د يو ګوډ نه د ذيلدار د غوا د ساه اخستو اواز واضحه اورېدل کېده، وحيد وويل: خو بابا! حجره خو په خپل ځای ولاړه ده، صرف زمکه چورلي، حجره خو نه چورلي.
بوډا وويل: خو حجره په زمکه ده کنه، چې زمکه وچورلېږي، نو ورسره به حجره هم چورلي، چې زه پښې تاوې کړم نو ورسره به مې سر هم تاوېږي، که نه؟
خو…
خو د وحيد اواز چا هم وانه ورېده او ټولو خلکو سپين ږيري ته کتل، کوم چې د هغه ځای نه پاڅېد او بيا خپل ځای ته لاړو، د خپلو مټو نه يې تکيه جوړه کړه او داسې بې غمه پرېوت ته به وايې چې ټوله نړۍ يې فتح کړې ده.
ذيلدار پګړۍ تړله، وې وېل: د بزرګانو ژوند غنيمت دی، ګني نو وحيد خو مونږ بې ځوابه کړي وو.
وحيد چشمې پاکولې، وې ويل: ملک صېب! والله ځکه مې حجرې ته په راتګ زړه نه کېږي، زما په خبره خو څوک پَېږي نه او بيا په کوڅو کې هر يو وئ چې حجرې ته راځه، حجرې ته راځه، اخر ولې راشم دلته؟ په ساده ساده خبرو خو تاسو پَېږۍ نه، ستاسو په راډيو او سينما باور نه راځي.
الله يار کاکا په ږيره کې ګوتې وهلې،: څنګه راشي، چې دا خبره مزغه نه مني.
د حجرې ور يو دم بيرته شه، د تور رنګ يو ځوان په تېزۍ سره راننوته او چغه يې کړه: ملک صېب! مبارک – مبارک – مبارک – لک لک مبارک.
ذيلدار په حېرانتيا پوښتنه وکړه: ولې څه خبره ده؟
تور ځوان داړې چينګې کړې: الله درله زوی درکړو.
د هر خوا نه اوازونه راغلل: مبارک شه، مبارک شه، مبارک شه.
الله يار کاکا په خندا کې وويل: سبحان الله، د شپږو لوڼو نه پس دې زوی وشه، څومره د خوشحالۍ خبره ده.
ذيلدار پاڅېد، وې وېل: او کاکا! بس د يو بزرګ مهرباني ده، د ډېرو دعاګانو نه وروسته مې ترې تعويذ راوړی وه، هم د هغوی کرامات دی.
ټول خلک ودرېدل او په ذيلدار پسې شاته شاته روان شو. وحيد، الله يار يو خواته بوتلو او ورته يې وويل: کوم بزرګ د جينۍ نه هلک او د هلک نه جينۍ جوړولی شي؟ کاکا! ستا پې يقين دی؟.
الله يار وويل: او، او، ولې نه، زه هم د يو فقير په دعا پېدا شوی وم.
وحيد په ګلي بن کې مخ پټ کړ او په کوڅه کې تاو شه.