کور / تازه خبرونه / کندهار:موټرسايکل بم ۱ملکي کس مړ او ۱۰ زخمیان کړل

کندهار:موټرسايکل بم ۱ملکي کس مړ او ۱۰ زخمیان کړل

کندهار افغانستان_ د کندهار ولايت په معروف ولسوالي کي د موټر سايکل بم په مرسته رامنځ ته سوي چاودني يو تن ملکي سړى وواژه او لس تنه نور يې ټپيان کړل.
چاودنه نن غرمه څه کم يوولس بجې د يادي ولسوالۍ په بازار کي رامنځ ته سوې چي ټوله مرګه ژوبله يې ملکي وګړو ته اوښتې ده.
په ننۍ چاودنه کي وژل سوى ملکي سړى د پاخه عمر درلودونکى سپين ږيرى و او په زخميانو کي يې ديوې کم عمره نجلۍ په شمول ٤ تنه کوچنيان دي.
دغه چاودنه دمعروف ولسوالۍ د بازار په يوه ګڼ نفوسه ساحه کي رامنځ ته سوې چيري چي له ملکي خلکو پرته هيڅ ډول امنيتي پوسته او دولتي تاسيسات وجود نه لري.