کور / تازه خبرونه / د تبت تبعيدي مشر امريکا ته ولاړ

د تبت تبعيدي مشر امريکا ته ولاړ

 


په داسي حال کې چې د چين په تبت کې کړکېچ او تاوتريخوالی زور اخلي او د پکن د المپيک بازۍ يې تر تأثير لاندي را وستي دي، د تبت سیاسی او مذهبی مشر دالايي لاما نن ( پنجشبه) و امريکا ته خوځېدلی دی .


 


په يوه کال کې  و امريکا ته دا د نوموړي دوهم سفر دی . ويل کيږي چې ددې پنځه ورځني سفر په ترڅ کې به دالايي لاما  په اشنګټن، مشيګان او نيويارک کې بيانيې ورکړي .


 


دالايي لاما پنځوس کاله کيږي  په هند کې  ظاهراً د تبعيد په نامه  ژوند کوي .


چين دالايي لاما  په تبت کې په دې تورنوي چې د بهرنيو هيوادو په ښوونه او مرسته د تبت خلک و بغاوت او  ګډوډيو ته را بولي .