ناټو وايي طالبانو مو يو عسکر را وواژه
عطاالله محمدي
لراوبر ته د ناټو ځواکونو د عامه پوهاوي له څانګي څخه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د دوى يوه عسکر وروسته تر هغه چي کله د وسله والو په مخامخ ډزو کي ټپي سو ، ساه ورکړه .
ناټو د وژل سوي عسکر هويت او د وژل کېدو کره ځاى د تل په څېر نه دئ په ډاګه کړى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.