کور / تازه خبرونه / د رشاد کلينيک لسمه کليزه ولمانځل سوه

د رشاد کلينيک لسمه کليزه ولمانځل سوه

نېټه١٣٩٠، ٠٣، ٣١
کندهار افغانستان_ په کندهار کي د کارېز مرستندويه ټولني لخوا علامه رشاد رحمت الله عليه په نوم د تاسيس سوي روغتيايي مرکز لسمه کليزه ولمانځله سوه.
د لمانځني ياد مراسم چي د همدې کلينيک په انګړ کي جوړ سوي وه پکښي د کندهار والي، مرستيال وال، د ولسمشر کرزي مشر ورور محمود کرزي، د عامي روغتيا رياست، د د روغتيا د نړيوال سازمان مشراو لسګونه نورو ډاکټرانو برخه اخستې وه.
په کندهار کي ددغه مرکز مؤسس انجينير شېرشاه رشاد وويل چي پوره لس کاله وړاندي يې د جاپان د ولسي خلکو په مرسته د کندهار ولايت د ښار په خاصه توګه د ليري پرتو سيمو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدماتو د رسولو په موخه دغه کلينيک پرانستى.
د هغه په خبره چي د روغتيايي خدماتو ترڅنګ د ظرفيت لوړوني لپاره هم کار کوي او په ليري پرتو سيمو کي په سوونو ښځينه او نارينه روزلي دي.
د شېرشاه په خبره چي په ٢٠٠٨ کال کي ورته په افغانستان کي د جاپان سفارت ودانۍ جوړه کړه چي پکښي د يو شمېر لومړنيو ناروغيو ترڅنګ د نورو ساري او اوږدمهاله ناروغيو تداوي هم کيږي.
د هغه په وينا چي د نري رنځ سره د مبارزې په برخه کي يې هم اساسي کارونه کړې او د لشمانيان او ملاريا تداوي يې هم کړې چي تقريباً د کندهار نيمه برخه نفوس ته يې خدمات رسولي دي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د رشاد کلينيک په لسمه کليزه کي د خبرو پرمهال ددې مرکز له مؤسسينو او مسؤلينو مننه وکړه چي په ډيرو حساسو شرايطو کي يې په لږو امکاناتو سره غوره روغتيايي خدمات وړاندي کړي دي.
نوموړي زياته کړه خوښ دى چي د کندهار ښار په ختيځ خوا کي هم يو بشپړ روغتيايي کلينيک وجود لري او د دولتي روغتونونو سره يې د بوج په وړلو کي مرسته کړې.
هغه د عامي روغتيا رياست، په کندهار کي د روغتيا د نړيوال سازمان څانګي، د درملو اتحاديې او نورو اشخاصو او افرادو باندي ږغ وکړى چي ددغه کلينيک د پياوړتيا لپاره مرستي وکړي او نور يې هم قوي کړي.

په ننۍ غونډه کي وروسته د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست مرستيال ډاکټر احمد الله فيضي وينا وکړه او له ملي سوداګرو او تجارانو يې وغوښتل چي خصوصي روغتونو ته په ودي ورکولو سره د دولتي روغتونو بار سپک کړي.
هغه ګاوڼدي هيوادونه د مثال په توګه راوړل او زياته يې کړه چي هلته زيات شمېر پرمختللي او د ښو خدماتو وړاندي کوونکي روغتونونه خصوصي او د تجارانو لخوا سپورټيږي چي خورا ښه نتايج يې ورکړي دي.