کور / اسلامي / دحضرت عيسی ع په هکله اسلامي عقيده ۸برخه

دحضرت عيسی ع په هکله اسلامي عقيده ۸برخه

بسم الله الرحمان الرحيم

)دريمه عقيده )

(دحضرت عيسی عليه السلام معجزې)

دحضرت عيسی عليه السلام په هکله بله اسلامي عقيده داده چي الله رب العزت هغه ته ګڼي معجزې ورکړې وې،چي په هغوسره دده تائيداوتصديق کېده، چي دی دالله سبحانه وتعالی رښتنينی پيغمبردی.

ځيني معجزې يې الله جل جلاله په دې آيت مبارک کي يادې کړې دي،الله جل جلاله فرمايي:

إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنْ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنْكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلا سِحْرٌ مُبِينٌ ) المائدة /۱۱۰ .{ هغه وخت درپه زړه کړه چي کله الله وفرمايي:اې دمريم زويه عيسی(عليه السلام)زماهغه نعمت دريادکړه،چي ماپرتااوستاپرمورپېرزوکړی وو،ماپه سپېڅلي روح سره ستامرسته وکړه،تاپه زانګوکي هم دخلګوسره خبري کولې اوپاخه عمرته په رسېدوهم،ماتاته دکتاب،(قرآن کريم)حکمت،(احاديثو)تورات اوانجيل ښوونه وکړه،تازماپه حکم له خټي څخه دمرغۍ جوسه جوړوله،نوپه هغې کي دي پوکی کاوو،نوهغه زماپه امرمرغۍ جوړېده،تامورزادي ړانده اوفيس ناروغان زماپه امررغول،تامړي زماپه امر(له زمکي)راويستل،(يعني دمرګ له حالته دي دژوندحالت ته راويستل) اوکله چي ماله تاڅخه بني اسرائيل بندکړل(چي هغوی دي دوژلواراده کړې وه)بياچي ته بني اسرائيلوته دڅرګندونښانوسره ورغلې،اوڅوک چي له هغوڅخه دحق منکران وو،هغوی وويل:دانښانې له ښکاره کوډګرۍ پرته بل څه نه دي)

په دې مبارک آيت کي الله جل جلاله پرحضرت عيسی علیه السلام باندي خپل کړي انعامات يادکړي دي اودادحضرت عيسی عليه السلام معجزې وې چي دده دصداقت څرگندوی وې چي حضرت عيسی عليه السلام دالله بنده اوپيغمبر دی،خدای نه دی.

دغه زبادونه الله پاک له لوري پرحضرت عيسی عليه السلام باندي کله شوې ده؟

په دې کي علامه ابن کثيررحمه الله اونوروډېرومفسرينوويلي دي چي داياهغه وخت شوې ده چي کله

الله جل جلاله دی اسمانوته پورته کړ.

اويابه دادقيامت په ورځ کيږي،نوبياچي تعبيرترې په ماضي سره شوی په دې کي اشاره ده چي دابه خامخاکيږي!!

هغه معجزې دادي:
۱:دحضرت عيسی عليه السلام الله جل جلاله دروح القدس(جبرائيل عليه السلام)په ذريعه تائيداومرسته وکړه.

حضرت جبرائيل عليه السلام به هروخت دده دمرستي لپاره دده سره اوسېده،چي په دې سره به دی

له خپلودښمنانوڅخه خوندي وو،نه انسي دښمنانوورته تکليف رسولای شواونه هم نفس اوشيطان

کولای شوای چي په خپلوتياروسره دده نورانيت زيانمن کړي.

داهم يولوی اوواضح دليل دی چي دی دالله پاک يومعززبنده دی،نه خدای دی اونه ددريوخدايانوله جملې څخه يودی.

که خدای وای نودروح القدس مرستي ته به يې هيڅ اړتيانه درلودلای ځکه خدای خوچاته اړتيانه لري.
۲:حضرت عيسی عليه السلام دخلگوسره دمورپه غېږاوزانگوکي هم خبري کولې اوپه بوډاتوب اوپوخ عمرکي يې هم کولې.

سوال دادی چي د کهولت په وخت کي خو هرڅوک خبري کوي،نوپه دې کي خودده څه ځانگړتيانشته،نوبيايې ولي دانعام په توگه دايادونه کړې ده؟

جواب:ددې په يادولوکي اشاره ده چي دماشتوب دخبرواودپوخ عمردخبروترمينځ يې په فصاحت اوبلاغت اوهمداراز دوعظ اونصيحت په اعتبارسره کوم توپيرنه وو.

سره ددې چي ددغودووعمرونودخبروترمنځ ډېرواضح اوڅرگندتوپيرشتون لري،خوبياهم دده خبري

سره ورته وې.

ددواړووختوخبري يې له فصاحته ډکي،واضحي،دالله پاک بندگۍ ته بلنه اودخپل نبوت پربيان مشتملي وي.

دده دمورپه غېږکي خبري دالله جل جلاله له لوري دده يوه معجزه وه اودده اودده دمور(عليهماالسلام)لپاره يولوی نعمت ووچي ددوی برائت اوصفايي ورباندي وشوه

بل دې خبري ته اشاره ده چي پرحضرت عيسی عليه السلام به هغه حالات راځي چي پرعاموانسانانوراځي،يعني وړوکوالی اوبيالوی والی،دده دښمنان نشي توانېدلای چي دی ووژني.

بل دې خبر ي ته اشاره وه چي دی اسمان ته دکهولت ترزمانې مخکي الله جل جلاله پورته کړ،نواشاره ده چي بيابه دُنياته راځي اودکهولت زمانه به ورباندي راځي.(ددې تفصيل به وروسته انشاءالله تعالی راشي)

۳:حضرت عيسی عليه السلام ته الله جل جلاله کتاب اوحکمت وروښوده.

له کتاب څخه مراددليک لوست ورښودل دي.

له دې څخه معلومه شوه چي حضرت عيسی عليه السلام ليک اولوست زده وو.

خوددې سره سره چي حضرت عيسی عليه السلام په ليک لوست پوهېده،بياهم دحضرت عيسی عليه السلام په لاس ليکل شوی انجيل اوياهم بله کومه ليکنه دنصاراوو(مسيحيانو)سره شتون نه لري.

داددې خبري واضح دليل دی چي دحضرت عيسی عليه السلام دين اوطريقه سالمه نه ده پاته شوې بلکي له منځه تللي،ضائع شوې اودپام وړبدلونونه پکي راغلي دي.

دده برعکس زموږپيغمبرصلی الله عليه وسلم په ليک اولوست نه پوهېده،کله به چي پرده باندي وحي رانازله شوه نودوحي ليکونکي به يې راوغوښتل اواملاءبه يې ورباندي کوله،هغوی به ليکله.

دالله په فضل سره دادی نن هم هغه وحي موجوده ده چي ديوه ټکي تبديلي هم پکي نشته.
اوددې سره درسول الله صلی الله عليه وسلم دټول ژوندانه بشپړحالات،دده ټولي ويناوي اوټول کارونه په تفصيل سره موجوددي.

که څوک وغواړي چي دژوندانه په کوم اړخ کي نبوي لارښوونه ځان ته معلومه کړي،معلومولای يې شي.

داددې خبري دليل دی چي په دې وخت کي په نړۍ کي يوازينی اسماني دين چي دانسان دنجات ذريعه وي، داسلام سپېڅلی دين دی،چي ارشادات يې دژوندپه هره برخه کي واضح اوروښانه موجوددي.

په دې آيت کي له حکمت څخه مرادپوهه،صحيح اومحکمي خبري کول دي.

بل تفسيردادی چي له کتاب څخه مرادهغه ظاهري علم دی چي ليکل کيږي اوله حکمت څخه مرادهغه اسراراوباطني علمونه يې دي چي ليکل شوي نه وو.
بل قول دادی چي دغه نعمت هغه وخت ورباندي کيږي کله چي دی له اسمانوڅخه په آخره زمانه کي بياراکښته شي.

نوله کتاب څخه مرادقرآن کريم دی اوله حکمت څخه مرادحديث دي .

يعني الله جل جلاله به ده ته په هغه وخت قرآن کريم اواحاديث وروښيي.

۴:بله معجزه يې داوه چي ده ته الله جل جلاله تورات اوانجيل ورښودلي وو.

دادواړه کتابونه الله جل جلاله ده ته اسمان ته ترپورته کولومخکي ښودلي وو،لومړی دی پر تورات باندي په عمل کولوسره مکلف وو،بياوروسته انجيل ورکول شو

نوربيا…