کور / تازه خبرونه / د ځانمرګو تنظيموونکى ونيول سو

د ځانمرګو تنظيموونکى ونيول سو

د کندهار ولايتي اداره وايي هغه کس يې نيولى چي دوې هفتې دمخه يې د کندهار او بولدک پر لاره دوه ځانمرګي بريد کوونکي تنظيم کړي وو، چي له امله يې ٢٢ ولسي کسان مړه او تر پنځوسو ډېر ټپيان سوي ول.
د ولايت د مقام خبرپاڼه وايي دغه کس چي محمدولي نومېږي، د ٥٥ کالو دئ، د ملي امنيت پوليسو نيولى چي د تحقيقاتو پر مهال يې ويلي پروسږکال يې د کندهار پر ((پي، آر، ټي)) باندي هم وسله واله حمله تنظيم کړې وه.
ياد سوي کس دا هم ويلي چي تېره هفته يې دوه ځانمرګي د ملاجانان په نوم د يوه طالب قومندان په سپارښتنه د بلوچستان له کوټي ښار څخه راوستل او د کندهار او بولدک پر لويه لار يې بريدونه وکړل.
خبرپاڼه وايي څلور نور کسان هم د وسله والو حملو او ګډوډيو د جوړولو په تور نيول سوي دي.