د افغان پوځ لپاره د ۴۰مليونه ډالرو دشپې عينکي ورکي سويدي

د لراوبر اداره | جون 20th, 2012



د افغانستان د ملی اردو لپاره پیرودل شوی د ۴۰ ملیونه ډالرو پر ارزښت د شپی عینکی ورکی شوی دي.


د بلومبرګ د راپور پر اساس چه د امریکی د دفاع د وزارت له قوله لیکی، وایی چه د افغانستان د فوځ لپاره هغه د شپی لخوا لیدونکو عینکو  (۷۱۵۷) اوه زره یو سل او اوه پنځوس عدده او د دوی اضافه پرزې ورکي شوی دي.


دغه عیکنی چه په ډیره پیمانه سره ورکی شوی دي په ازاد بازار کی د پیرودلو او پلورلو لپاره نه بیدا کیږی او د متحدینو قواو یو له کامیابه او اغیزمنه تیکنالوژۍ څخه ګڼل کیږي.


ټول ټال د دغو ورکو شوو عینکو قیمت ۴۰ څلویښت ملیونه ډالرو ته رسیږی.



د امریکی د دفاع وزارت ویره لری چه هسی نه د دغه مډرنه تکنالوژی توکی د طالبانو او یا کوم بل مخالفی ډلی په لاس ور نه شي.


همدا راز د پنتاګون د عمومی تحقیقاتو مشره  جکولین وایسکارور په ۱۸ د جون خبریالانو ته وویل چه دغه ورک شوی توکی به د امریکی د متحدینو قواو او د افغان ملی اردو او ملی پولیسو د شپی عملیات به ممکن د خطر سره مخ کړي.


د دغو توکو د ورکیدو وخت او ځای نه دی را په ډاګه شوی.

Copyright Larawbar 2007-2024