کور / تازه خبرونه / زابل:٢٥ ووژل شول ١٥ ټپيان دي

زابل:٢٥ ووژل شول ١٥ ټپيان دي

دزابل امنيتي چارواکي وايي چې دشاجوى ولسوالي په بېلا بېلو برخو کې لږ ترلږه ٢٥ وسله وال طالبان وژلي او ١٥ نورټپيان دي . عمليات دناټو ، افغان پوځ اوځايي پوليسو له خوا ترسره شوي دي . وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړوند خپل غبرګون نه دى ښودلى خو حکومتي چارواکي وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوه دطالبانو ځايي قوماندالنان هم شامل دي . دزابل دوالي مرستيال ګلاپ شاه علي خېل وويل چې ناټو ځواکونه او افغان سرتېري مرګ ژوبله نلري . دده په وينا چې ناټو ځواکونو له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستى دى .