کور / کیسه / یوه ښادي او درې جنازې

یوه ښادي او درې جنازې

دتیرو څو ورځو رهیسې مې داارمان په زړه کې کې ګرځیده چې دجمعې ورځې دخپل ملګري ساحل واده ته به ضرور ورځم .
زما دایوه کال کیده چې دنده مې په یوه بل ولایت کې وه او دپخوانیو دوستانو یو څه لرې پاتې شوی وم ، ځکه مې ددغه ملګري واده ته ډیره تلوسه وه تر څو پکې خپل خواږه ملګري ووینم .
زما دنده خبریالي وه نو ځکه مې کارونه د(پنځه نۍ ) پنچشنې تر ناوخته سرته ورسول او دکونړ په لور مې په موټر کې حرکت پیل کړ .
تیر ماخستن وه ،چې خپل کورته ورسیدم، ویده شوم او سهار لږ وختي په دې خاطر پاڅیدم چې دخپل ملګري په واده کې کار ته ودریږم ، تر چای څکلو او جامو بدلون وروسته مې ځینو نورو کلیوالو ملګروته ته هم تلیفون وکه تر څو دساحل واده ته په ګډه لاړ شو .
زمونږ کور دوټه پور ولسوالۍ دشامیر کوټ په نوم کلي وه چرته چې دولسوالۍ وداني ده ،ملګري مې دساحل او زمونږ دکلي تر منځ دایښودل شوي پله هغې غاړې ته په یوه هټۍ کې ناست وه .
له پله واوختم تر څو دملګرو سره دساحل کورته چې دډونګل په کلي کې دی ورشم ، ومې لیدل چې په سل مترۍ واټن داوبو په منځ کې دهوان مرمۍ ولګیده ، خو په معمول ډول زمونږ په سیمه کې دبهرنیو ځواکونو په مرکز هره ورځ لوی وړې ډزې کیږي او خلک ورسره تر ډیره عادي شویدي .
خو په دومره نژدې واټن کې دغره نه راغلې دهوان مرمۍ لګیدل او چرو یی زمونږ په لور راتګ ويرولم .
څو دقیقې لا نه وې تیرې چې دساحل دلې په کلي کې دهوان دمرمۍ دلګیدو غږ مې واوریده ، لمړی داسې ښکاریده چې ګواکې په پټو کې به لګیدلې وي ځکه نو دخلکو ډیر پام ورته نه وه . دوه دقیقې لا نه وې تیرې چې یو کوچني دډونګل له کلي منډې راوهلې ، اواز یی ناست وه خو په خبره یی سړی دومره پوهیده چې ((دمامور صیب په کور هوان !!!)) په زړه کې مې ترک شوه او ورمنډه مې کړې خو ماشوم دسوتمانۍ نه په تشو لاسونه ایښي او څه یی له خولې نه راوتل .
دهمغه کلي په لور مې منډه کړه چې معلومه کړم څه کیسه شویده ،په نیمه لاره کې مې دښځو ستړې ستړې کړیکې واوریدې ، مزل مې توند که ، ګورم چې په سرک کې دغواګۍ موټر نه چغې راخیژي او وایی استاذه ژر کوه !! هله استاده ژرکوه !!!
ګورم :دموټر په ډاله کې ددوه میرمنو پښې ښکاري چې غوښې یی دهډوکو بیلې شوي او په سرو وینو یی زاړه زاړه کالي لړلي دي ، په ډاله کې دیوه کوچني سپینې جامې په سرو وینو لړلي او چغې وهي ،یوې بلې ټپي میرمن سرتور سر دبلې په غیږه کې ایښی او یوه انګولا جوړه ده .
دموټر دحرکت سره سم دغواګۍ ،دډالې نه دوینو زېم روان شوو چې په سرک سره لیکه ښکاره کیدله
که څه هم ما دې ته ورته پیښې لیدلې وې خو ددغه میرمنو وضعیت مې نه شو زغملی .
ژر ژر مې دکونړ دروغتون مشر ته زنګ وواهه چې زمونږ له سیمې عاجل ټپیان په لاره دې تر څو بندوبس یی وکړۍ ، دجمعې ورځ وه ځکه نو دمعمول سره په دغه ورځ روغتیا پال تر ډیره رخصت وي ، ریس یی دتداوۍ ډاډ راکه او نیغ مې دپیښې ځای ته ځان ورساوه تر څو معلوم ګړم چې نوره مسله څه ده ، په رسیدو سره مې دشاوخوانه ښځو سړو او ماشومانو چغې اوردې ، مونږ لومړني خلک وه چې کورته ورننوتو ، دغه کور نه بلکې یوه جونګړه وه او دکور د ځای کمښته یی یوه خیمه هم مخې ته وهلې وه .
دانو دمامور غوث الدین کور دی چې دهمدې سیمې دخانانو دهقاني یی کوله ، دمامور کورنۍ مې دپخوا نه پیژندله چې دغربته پرې تمامه وه ، شاوخواته یی دکورنۍ دکو چنیانو چغې راختلې ، ای مورې !! ای خورې !! ای وروره !!!!.
دخیمې یوه لوته غواګانې او نور مالونه تړل شوي ول ، دانسانانو دغوښو پوټي مې ولیدل ، که څه هم زما لاسونه نه ورتلل خو مشرانو په لاسونو کې راټولول .
یو ماشوم په داسې حال کې دخیمې تر شا په وینو لړلی مړ پروت وه چې دډوډۍ قطره یی په خوله کې وه .
زه ددغه کوره بهر شوم دولسوالۍ جنایی کارکونکي او عسکر رواورسیدل ،دوۍ دوژل شوی او ټپیانو شهرت او نومونه لیکل ،دکور یوه غړي کمین ورته په ژرغوني انداز کسیه کوله ((یوه مې دورور نظام کډه یا میرمن وه چې غواګانو ته یی درشته کوله ، یوې ښځې دخوراک لوښي وینځل او نورې دماشومانو سره ورته په خوا کې وې ، زما دورور نظام ښځه او دبل ورو نعیم هغې لوردواړه مړې دي او نور زخمیان یی هسپتال ته وړیدي .
یو څه شیبه وروسته نظام چې میرمن یی مړه وه ، دخپل بادار دځوي سره پټې پټې خبرې وکړې او یو څه پیسې یی ترې واخستې ، ددغه څه په لیدو سره مې دخپل پلار یوه دردونکې خاطره زړه ته ودریده چې(( ډیر کلونه پخوا مې یوه نژدې خپلوانه مړه شوه ، په دغه وخت کې زمونږ په کور کې یوه روپۍ هم نه وه ،نو پلارمې راته په غوږ کې وویل چې بچی ورشه او دپلاني دکاندار نه په قرضو دکفن ټوټه راوړه او ورته وویه چې پلار به مې بیا پیسې ورکړي )).

قبرونه مو وویستل او په دوه بجې دجنازې وخت وټاکل شو .
مونږ دغم دکورنۍ په ګاونډکې واده ته ورغلو ، دواده او غم داوړه کورنۍ سره دومره لرې نه وې خو په واده کې خنداګانې ، خوشحالي او هغه څه وه چې غم یی په یادهم نه وه .
دجمعې دلمانځه وروسته په دوه بجو دیوې میرمنې او دوه معصومو نجونو جنازه ددوۍ دبادارانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه چې دغره نه په راغلې مرمۍ لږیدلي وو . او ددوۍ وروسته په درې بجو دساحل دناوې پسې موټرې کتار شوې چې په یوه کلي کې په یوه مازیګر یوه کورته ناوې ورننوته او په ګاونډ کې دبله کوره درې غبرګې جنازې ووتې ………………………

دالنډه رښتوني کیسه دکونړ ولایت دوټه پور ولسوالۍ دډونګل په کلي کې دهغه کور دمرګو په اړه لکل شوی چې په دیارلس سوه نوي کال دثور دمیاشتې په دیرشتمه نیټه پکې دهوان دمرمۍ دلګیدو له امله دیوې میر منې په ګډون دوه ماشومې مړې او ددوه ماشومانو په ګډون درې میرمنې ټپیانې شوی

.