کور / تازه خبرونه / کندهار : ١٥٠ تنو د فضيلت بګړۍ ور پر سر سوې

کندهار : ١٥٠ تنو د فضيلت بګړۍ ور پر سر سوې

دکندهار ولايت د اشرفيې مدرسې له خوا د تېر په څېر دا کال ١٥٠ تنو ديني زده کوونکو ته د فضيلت بګړۍ ور پر سر سوې.
په دې اړه يوه شانداره او پراخه غونډه جوړه سوې وه چي تر پنځو زرو ډېرو کسانو پکښي ګډون کړى ؤ .
غونډه په يخ کارېز کي د اشرفيې مدرسې په دوهمه څانګه چي بحرالعلوم اشرفيه نومېږي ترڅنګ په يوه پراخه ميدان کي جوړه سوې وه.
په غونډه کي د علماء کرامو خبري او نصيحتونه او د نعت ويوونکو له لوري په ښائستو اوازو سره بېلابيل نعتونه او ترانې هغه څه وې چي يادي غونډي ته ئې ښکلا ور بخښلې وه .
په دې اړه مو د اشرفيې مدرسې د پخواني ناظم ښاغلي مولوي مجاهد څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه .
نوموړى وايي چي شااخوا ١٥٩ تنو ته د فضيلت بګړى ور پر سر سوې چي ٨٠ تنه ئې قاريان ول او نور ئې ملايان ول.
د يادوني وړ ده چي اشرفيه مدرسه د طالبانو د حکومت راهيسي او همدا ډ ول د هغوى دحکومت تر ړنګېدو وروسته لومړى مدرسه ده چي په سيمه کي ئې خورا ديني خدمت کړى او کوي يې .