یو ایټالوﺉ پوځي او ۶ پولیس ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 25th, 2012


ناټو په خپله اعلامیه کی خبر ورکوی چی نن د هیواد په لویدیځ کی د وسلوالو په حمله کی یو بهرنی پوځی ووژل سو ، خو نور تفصیل یې ورنکړ . مګر د ایټالیا د دفاع وزارت اعلان وکړ چی هغه ایټالوﺉ پوځي و چی د پولیسو په روزنیز مرکز کی د وسلوالو د راکټ ویشتلو له امله چاودنه وسوه او دوه نور ایټالوی پوځیان زخمیان دي . دا ۴۷م ایټالوﺉ عسکر دی چی له منځه ځی .
بلخوا ، اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی پرون د روزګان ولایت په چارچینو ولسوالي کی د پولیسو یو موټر پر ماین برابر سو چی له امله یې شپږ پولیس له منځه لاړل ، خو د زخمیانو تعداد معلوم نه دی .

Copyright Larawbar 2007-2024