کور / سپورټي / سپين غر بندِامير زون لوبډلي ته ماته ورکړه

سپين غر بندِامير زون لوبډلي ته ماته ورکړه

دافغانستان کرکټ بورډ له لورې دزونونو ترمنځ دروانو درې ورځنيو سياليو په ترڅ کې سپين غر زون وکولاى شول چې بندامر لوبډلې ته په دوه سوه يولس منډو ماتي ورکړي.

په دغه لوبه کې سپين غر زون پچه وګټله او لومړى توپ وهنه پيل کړي چې په لومړۍ پاڼۍ کې دټولو لوبغاړو په سوزيدو سره درې سوه پنځلس منډي ترسره کړي چې په کې کپتان شفيق الله شفق ١٤٢ناسوزيدلې،خيبر٦٤ اوزيورشاه شينواري ٢٢ منډې ترسره کړي .

په ځواب کې بندامر ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ١٦٣ منډو باندې وسوزيده چې په کې خان محمد او عبدالله عادل درې،درې،ضميرخان دوه او باطن شاه يولوبغاړى وسوزو.

سپين غر زون ددغه سيالۍ په دوهمه ورځ تيزه توپ وهنه وکړه او بندامر لوبډلې ته يې ٣٥٩ منډې هدف وټاکه خو دبندامر لوبډلې ټاکل شوى هدف پوره نکړ اوټوله لوبډله يې په ١٤٨ منډو باندې وسوزيده اوپه دې سره يې په ٢١١ منډو له سپين غر زون څخه ماتې ومنله .

په دوهمه پاڼۍ کې ضميرخان دبندامر پنځه لوبغاړي وسوزول