دوه امریکایی مرین پوځیان له منځه لاړل
د امریکا د دفاع وزارت نن په دوو جلا جلا اعلامیو کی خبر ورکړ چی دوه امریکایی مرین پوځیان ( چی یو عسکر او بل افسر دی ) په افغانستان کی له منځه تللي دي . لومړنی مرین عسکر درې ورځی مخکی په هلمند ولایت کی ووژل سو ، او دوهم مرین پوځي چی جګړن دی ، وړمه ورځ په مزار شریف کی مړ سو خو تفصیل یې ورنکړ چی څه ورپیښه سوه .