کور / راپور / برلين: افغانستان تر ۲۰۱۴ وروسته سيمينار

برلين: افغانستان تر ۲۰۱۴ وروسته سيمينار

د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه،  د آلمان د سوسیال ډیموکراټ ګوند د برلين سيمې د نړیوال سیاست او سولې د څانګې او ګڼشمېر اروپايي مېشتو افغاني مدني ټولنو په ملاتړ د جون په دېرشمه نېټه د برلین په ښار کې د «افغانستان د ۲۰۱۴ کال وروسته» تر عنوان لاندې یو ورځنی پوهنيز سيمينار جوړ کړ. په دې سيمينار کې د عالمانو، څانګپوهانو او د سولې فعالينو تر څنګ د اروپا د بېلابېلو هېوادونو څخه افغانانو د خپلو ټولنو په استازیتوب ګډون کړی و. په دې غونډه کې په  آلمان کې د سوسیال ډیموکراټ ګوند غړو، د شنو د ګوند غړو او د برلین د پارلمان غړواو برلین میشتو افغانانو هم فعاله ونډه درلودله.
د دغه پوهنيز سيمينار د جوړولو اصلي موخه په افغانستان کی د انتقالی پروسی په بهیر کی د ملی قوتونو، مدنی ټولنو او د وسلوال مقاومت د ونډې اخستلو موضوع وه. په ټوليز توګه په لاندې موضوعاتو خبرې وشوې:
–  تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان بیارغونه او د  قدرت د انتقال پروسه
– د ایساف تر وتلو وروسته د پرمختګ په وړاندې ستونزې او آسانتیاوې
– د افغاني مدني ټولنو راتلونکی دریځ



د سيمينار د تفهيم ژبه پښتو، فارسي، آلماني او انګرېزي وه، چې د موضوعاتو د ژباړلو امکانات هم سمبال شوي وه. غونډه  د ډاکټر ګل رحیم ساپي له خوا د ښه راغلاست په وینا پیل شوه. هغه ټولو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او راغلي میلمانه یې د غونډې برخه والو ته وروپيژندل. ډاکټر ساپي د سيمينار په اجنډا خبرې وکړې، او له ګډون والو یې وغوښتل تر څو له تېرو مسایلو تېر او د راتلونکې لپاره رغنده وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړي.
کارل هاینز نیدرمایر د غونډې دویم ویناوال و چې د سيمينار کار دود یې تشریح کړ او د غونډې د لومړۍ برخې دپروګرام دچلونکی په توګه یې خپله دنده پیل کړه. د لومړنیو ویناوو وروسته د افغانستان په اوسني سیاسي حالت، په افغانستان کې د مصالحې په پروسه او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان  په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. په دې مباحثه کې په کابل کی د فریدریش ایبرت د فونډیشن مشره ادريآنی والترزدورف، د افغانستان د تحلیل شبکې مشر توماس روټیګ، د سوسیال ډیموکراټ ګوند غړی میختیلد راورت،  د شنو ګوند غړی هانس کریستیان شتروبیلی، د آلمان د پارلمان پخوانې غړی او د افغانستان لپاره د تاسک فورس مشر ډیتلیف جیمبریڅکي او د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر عثمان روستار تره کی ګډون کړی و. دوی خپل اساسی ټکې په لسو مادو کی د بین المللی قواو  اشتباهات  ګډونوالوته ور  په  ګوته کړل او همدارنګه دوی د وسله والو مخالفینو سره په خبرو اترو ټینګار وکړ ۰  برسېره پر دې چې دوی د افغانستان په مسایلو بحثونه کول د نورو ګډونوالو سوالونو ته یې هم ځوابونه ویل.
 
په اروپا کې د افغاني میرمنو د ټولنې په استازیتوب آغلې زرغونه ژواک او په هامبورګ کې د افغاني میرمنو په استازیتوب لیلا عطا په افغانستان کې د ښځو په حالت رڼا واچوله. دوی په خپلو خبرو کې ځینو هغه تریخو پېښو ته ګوته ونیوله چې په دې وروستیو کې د ښځو سره په افغانستان کې شوې دي. دوی په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې د پروسې پلوي کوي او طالبان د افغانستان خلک ګڼی، خو د هغوی سره په خبرو کې باید د ښځو او وګړو حقوق خوندي پاتې شي.



د غرمی تر وقفې وروسته په اروپا کې د بېلابېلو افغاني ټولنو استازو د موضوع اړوند خبرې وکړې. په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې په استازیتوب ډاکټر سیدنصیراحمد د افغانستان په ستونزو او ناخوالو هر اړخیزه رڼا واچوله، هغه د خپل پریزینټیشن له لارې ځینې ارقام برخه والو ته وړاندې کړل. د نوموړي خبرې د افغانستان د وروستيو لسيزو په سياسي، اقتصادي، ايتنيکي فکتورونو، جیوپولیتیک جوړښت او روغتیا پالنه متمرکزې وې.
د ډیورند کرښې د هوارۍ د جرګې په استازیتوب ښاغلي سیدذاکرشاه سادات چې له لندن څخه راغلی و، د ډیورند د کرښې اړوند ځینې ستونزې او حل لارې په ګوته کړلې.  مشعل خان ټکر د لوی افغانستان د تحریک په استازیتوب خبرې وکړې. نوموړی د افغانستان د شخړې په تاریخي پس منظر رڼا واچوله.
ډاکټر قسیم ابراهیمی په لندن کی د افغان طبي ټولنې په استازیتوب خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د روغتیايي سیسټم ځینې لاسته راوړنې برخه وال ته وړاندې کړې. ورپسی افغان وتلی ژورنالیستې او لیکوالې آغلې صفیه حلیم هم د موضوع اړوند خبرې وکړې. نوموړي په افغانستان کې د مدني ټولنو په بهیر خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کی مدنی ټولنی د کلیوالی او لویو جرګو په شکل له ډیر پخوا نه وجود لری.
د افغان-دنمارک کلتوري ټولنې په استازیتوب ښاغلي یوسف هېواد دوست خبرې وکړې. نوموړي په خپلو خبرو کې د رسنیو په اغیز رڼا واچوله او په نړیوالو مرستندوی هېوادونو یې غږ وکړ چې د دوی مرستې د رسنیو په برخه کې په سم ځای نه دي لګول شوي. هغه وویل چې په افغانستان کې رسنۍ د افغانستان لپاره نه بلکې د نورو لپاره کار کوي. د ده په اند لویه ستونزه د مسلکي کسانو په دندو نه ګمارل دي. د غرغښت مرستندوی ټولنې په استازیتوب ښاغلي بسم الله اکبري خبرې وکړې.
د غونډی بل ویناوال ښاغلي میرنواز روهین وه چه دمدنی ټولنو په هکله ېې ګډونوالو ته معلومات ورکړل
د غونډې وروستۍ برخه د سوالونو او ځوابونو لپاره ځانګړې شوې وه او د غونډې برخه والو خپل نظریات د موضوع اړوند د ورکشاپ له چلونکو سره شریک کړل.


تر آزاد بحث وروسته د چلونکو له خوا جوړ شوی اعلامیه په پښتو او آلماني ژبه د غونډې برخه والو ته ولوستل شو۰  په پام  کی ونیول شوه تر څو په دغه اعلامیه د ټولو برخه والو نظریات راټول شي او وروسته نهائي اعلامیه تصویب شي.
غونډه د برلین د ډیموکراسۍ په کور کې د سهار په نهو بجو پیل او نژدې ماښام په اوو بجو پای ته ورسېده. د یادولو دې وي چې د غونډې ددوهمی برخی چلونکی او د پښتو او آلماني ژباړني  ډاکټر امین تر سره کولی.
همدارنګه پریکړه شوه چه  په  سیمینار کی  دګډون  کونکو  ټولنو د لا ښه انسجام په خاطر د جولای په لمړۍ نیټه یوه ناسته وشی۰