يو ځانمرګى او دوه وسله وال وژل سوي

عطاالله محمدي | جون 27th, 2012


افغان ملي پوليسو د کندهار ښار او ولسواليو په اړوندو سيمو کي چاڼيز عمليات کړي چي پرمهال يو تن ځانمرګى او دوه تنه نور وسلوال مخالفين وژل سوي دي.

ملي پوليسو تېره ورځ سهار مهال د کندهار ولايت د ١٣ امنيتي حوزې اړوند د چار باغ او دې کوچي په کليو کي يو تنکى ځانمرګى بريد کوونکى چي غوښتل يې د پوليسو پر پوسته بريد وکړي هدف ته له رسېدو مخکي وژلى دى.

ددغه ځانمرګي سره بل څوک نه دي وژل سوي او نه يې هم د واسکټ چاودني کوم بل چاته ځاني او مالي زيان اړولى دى.

د ياد کس تر څنګ تېره ورځ ملي پوليسو د کندهار په ميانشين ولسوالي کي دوه تنه نور وسلوال مخالفين د مخامخ جګړې پرمهال وژلي او يوه اندازه مهمات يې ورڅخه تر لاسه کړي دي.

وسلوالو مخالفينو تېره ورځ غرمه مهال د ميانشين په ولسوالي کي د افغان پوليسو پر پوسته باندي بريد وکړى چي دوه ساعته يې دوام وکړى او په پايله کي يې د پورته ذکر سوو دوو تنو د وژني ترڅنګ درې تنه نور وسلوال زخمي سوي هم دي.

مخالفينو په جګړه تر ماتي خوړلو وورسته خپل درې تنه زخميان هم له ځان سره وړي دي او سيمه يې افغان ملي امنيتي ځواکونو ته پرې ايښې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024