کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١١١م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١١١م سوغات

اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١١١ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٣٩١:- منافق څلور نخښي لري:
لومړى: په خبرو کي درواغ وايي.
دوهم: چي ژمنه وکړي نه ئې ترسره کوي.
دريم: چي امانت ور وسپارل سي خيانت پکښي کوي.
څلرم: په جنګ کي ښکنځل کوي.
٣٩٢:- بې عمله علم بې ګټي او بې علمه عمل تباهي ده.
٣٩٣:- تل رښتينې او حق وينا کوئ که ترخه هم وي.
٣٩٤:- درې اعمال چي د انسان تر مرګ وروسته بيا هم ژوندي پاته وي:
لومړى: صدقه جاريه.
دوهم: ګټور علم.
دريم: نېکمرغه اولاد چي تر مرګ وروسته خپل مور او پلار ته دوعا وکړي.
٣٩٥:- کور ته د ننوتلو په وخت کي د کور غړو ته سلام اچوئ او کله چي د کور څخه را وزى نو د سلام په ويلو سره راوزئ.
٣٩٦:- رسول الله صلى الله عليه وسلم نر د دوو نامحرمو ښځو ترمنځ له ناستي او تللو څخه منعه کړى.
٣٩٧:- دوعا د عبادت مغز دئ.
٣٩٨:- کم عالم چي نورو ته د نېکو عملو نصيحت کوي او خپله ورباندي عمل نه کوي نو شونډي به ئې په غيچي پرې سي.
٣٩٩:- لوړ همتي د ايمان نخښه ده.
٤٠٠:- چوپه خوله پاته کېدل ستر حکمت دئ.
نور بيا…………….

غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هيوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هيواد کي وي.