کور / تازه خبرونه / د وسله والو تر برید وروسته ۲۰۰۰ کورنۍ له تیرا وتلې دي

د وسله والو تر برید وروسته ۲۰۰۰ کورنۍ له تیرا وتلې دي

جمرود – د پاکستان د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل چارواکو په وینا د ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا کوکي خیلو کې د وسلوالو طالبانو تر حملې وروسته ځایې خلکو دغه سیمه پریښې ده او اوسه پورې یې له ۲۰۰۰ زیاتې کورنۍ جمرود سیمې ته راغلی دی چې ځینې خلک یې د خپل خپلوانو سره دیره شوی دی.د تیرا کوکي خېلو سیمې نه بې کوره شوی خلک وایې چې چې دلته د یو شمیر ستونځو سره مخ دی،نه یې رجسټریشن کیږی او نه ورته خیمې او خوراکی توکی ورکول کیږی،په دې حقله باندې د جمرود سیمې نه بې کوره شوۍ یو تن خایسته ګل اپریدی ,وایي:(( طالبان راباندې راغلل او ډک کورونه مو ورته پریښودل،تر دې چې په کومو ګاډو کې راغلی یو لا مو د هغو کرایه هم نه د ورکړې او موږ هر ډول آسانتیاو ته اړتیا لرو))
او د تیرا کوکی خیلو سیمې یو بل تن حضرت الله وایې چې(( موږ ته دې چارواکی خوراکی توکی،خیمې او اوبه راکړی،موږ د سختې ګرمۍ سره مخامخ یو،او ښځې او ماشومان مو ډیر په تکلیف کې دی))یاده دې وی چې ځینې کوکی خیل په تیرا او جمرود دواړو سیمو کې کورونه لری او ژوند کوی خو چې یوازې په تیرا کې کوم کوکی خیل اوسیږی نو په هغوی کې ځینې خلکو په خپلو شناختی کارډونو کې یوازې د جمرود پته لیکلې ده،او د قدرتی آفتونو صوبایې اداره ( پی ډی ایم اې) یې نه رجسټر کوی ،د(پی ډی ایم اي) یو چارواکۍ خالد وایي:(پولیټیکل چارواکو ورته ویلی دی چې یوازې د تیرا د کچکول،مهربان کلی،سره ویله،سورکس،باغ،وچه ویله،تور دره،دوه توئۍ،او خائست خلې اوسیدونکی به رجسټر کوۍ،او چې په شناختی کارډ کې یې یادې پتې نه وی نو نه به یې رجسټر کوۍ))د تیرا کوکی خیلو نه بې کوره شوو خلکو د شناختی کارډ او رجسټریشن د ستونځې په حقله مو چې کله د جمرود پولیټیکل تحصیلدار عصمت الله وزیر سره رابطه اوکړه نو دوی وویل چې((موږ په دې باندې لګیا یو صلاح مشوره کوو،او هسه کوو چې دلته په جمرود کې یوازې هغه خلک رجسټر کړو چې کوم په رښتیا د تیرا کوکی خیلو سیمې نه بې کوره شوی دی،او دغه ستونځه به یې زر هواره کړو))په جلوزو کډوالو کیمپ کیمپ کې د (پی ډی ایم اې) چارواکۍ خالد وایې چې دوی کډوالو ته هر ډول آسانتیاوې ورکوي.څرګنده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې هم د نا امنۍ او پوځی عملیاتو له امله دغه سیمه خلکو پریښې ده او په زرګونه کورنۍ یې بې کوره شوی دی،چې ډیرۍ کورنۍ یې په جلوزو کې میشته دي