کور / تازه خبرونه / اروزګان ولس: سوله او ثبات راوستل زموږ اسلامي او ملي دنده او فريضه ده

اروزګان ولس: سوله او ثبات راوستل زموږ اسلامي او ملي دنده او فريضه ده

په هيواد او په ځانګړي ډول په اروزګان ولايت کي د سولي او امن د پروسي د چټکوالي او سولي ته د مرورو ورونو د رابللو پر ښو لارو چارو باندي د سلاح او مشورو په موخه د دي ولايت د سلګونو ديني عالمانو ، قومي مشرانو ، مخورو سپين ږرو او روحانينو د سولي د ولايتي چارواکو او د دولتي مسئولينو تر منځ مشورتي غونډه د دوشنبه په ورځ د نوموړي ولايت د غونډو په تالارکي جوړه سول .

يادي غونډي ته د کندهار څخه د سولي شورا رئيس حاجي عطا محمد احمدي ، د ولايتي شورا رئيس او د سولي شورا غړي حاجي اغالالي دستګري د سولي د شورا د دالانشا رئيس محمد عمر ساطع هم ور بلل سوي وه.

د هيواد جمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي لومړي د تليفون په کرښه د اروزګان متدين ولس او په ځانګړي توګه د يادي غونډي برخوالوته د خپل لوري د مبارکى پيغام ووايه ولسمشر وويل هيلمند يم چي ستاسو د مشرانو د دغي ناستي په کوښښونو سره به په هيواد او خاصه توګه اروزګان ته د ځانه سره د سولي او ملي يوالي پيغام راوړي .

د اروزګان والي امير محمد اخنذاده هم د خپلي وينا پر مهال د ديني عالمانو او مخورو څيرو وغوشتل چي څنګه کولاي سو په سيمه کي سوله راسي ، امن تامين سي ، د ناحقه ويني تويولو مخه ډب سي او د دولت مخالفين مو د جنګه لاس واخلي ، د سولي پروسې ته ور ګډ سي او پرمختګ را منځ ته سي چي ددي چارو د پرمخ بيولو لپاره جدي او قاطع تصميم نيول لومړنى شرط دى

حاجي اغالالي دستګري د اروزګان زړه ور او مجاهد ولس ته د يوه ورور په صفت وينا وکړل هغه خلک اتحاد او اتفاق ته را وبلل د دستګيري په وينا که د افغانانو په منځ کي په ريښتيني ډول اتفاق رامنځ ته سي او د نفاق اور د خپلي کمبلي ټول کړي نو هرو مرو به سوله تامينيږي او د دې مقصد لپاره په پوره توان هڅي رواني دي .

د کندهار ولايت د سولي شورا رئيس حاجي عطا محمد احمدي بيا د سولي او امن په پروسه کي دديني عالمانو رول او کردار ډير اړين او مهم وباله دده په خبره که ديني علما د اسلامي وعظ او نصيحت دلاري د دولت مخالفينو ته دا ور وه فهموي چي اوسنى کړ کيچ په هيواد کي د پرديو لاس وهنه ده او ددي څخه هغوي سياسي ګټي اخلي او دا زموږ د بر بادۍ نتيجه ده نو هتمي ده چي مرور به د خبرو ميز ته کښينول سي .

د يا دوني وړ ده چي د نن ورځي د غونډي په وروستيو شيبو کي د اروزګان ولايت د سلګونو ديني عالمانو ، قومي مشرانو ، ځوانانو او روڼ اندو د لوري يو يوولس ماده ايز پريکړه ليک چي د نوموړو نظريات ، وړانديزونه او تصميمونه پکښي نغښتي وه هم تصويب او خپور سو چي د افغانستان د سولي ثبات او پرمختګ لپاره پکښي اړيني مادي ځاى سوي وې .