کور / تازه خبرونه / هلمندکې دپوليسو مرګ ژوبله زياته شوه

هلمندکې دپوليسو مرګ ژوبله زياته شوه

دهلمند ولايت په ګريشک ولسوالي کې دتېري شپې په بريد کې دوژل شويو پوليسو مرګ ژوبله زياته شوه ، چارواکي وايي چې ديوه پوليس افسر په ګډون يې څلور پوليس وژل شوي او اوه نور تپيان دي نن سهار دګريشک امنيتي چارواکو لراوبر ويپاڼي ته دوژل شويو کسانو شمېره دوه ښودله خو وروسته يې دريځ بدل کړ. چارواکي وايي چې دوه وسله وال طالبان يې په ټپي حالت کې هم نيولي دي .