یو اسټرالوﺉ پوځي ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 2nd, 2012


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یو اسټرالوي جنرال له قوله خبر ورکوی چی نن په روزګان ولایت کی د یوې سختی جګړې پر مهال طالبانو یو ۴۰ کلن اسټرالوﺉ افسر چی اووم ځل افغانستان ته تللی و او د هوایی خاصو ځواکونو افسر و ، وویشت او ویې واژه . خبر زیاتوی چی دا ۳۳ م اسټرالیایی پوځي دی چی په افغانستان کی له منځه ځی .

بلخوا ، د برتانیې د دفاع وزارت خبر ورکړ چی هغه درې بهرني پوځیان چی پرون یو افغان پولیس ویشتلي وو برتانوي پوځیان وو چی د هلمند ولایت د نهر سراج د کمپرَ ک پُل په پوسته کی یې وژلي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024