کور / رسنۍ / كيسه ډايجست خپله دويمه دوره پيله وي

كيسه ډايجست خپله دويمه دوره پيله وي

د پښتو کيسو دغه مجله چې له څه مودې راهيسې يې په خپرېدو کې ځنډ راغلى و يو ځل بيا د نوې كارډلې او كتونكي مشورتي پلاوي له خوا پيل كيږي. کيسه ډايجست له تېرو دوو کلونو راهيسي خپرېدله چې په هېواد كې دننه اوبهر يې ډېرلوستونکي درلودل، په دې ورستيو کې د يولړ تخنيکي ستونزو له امله د مجلې په خپرېد لوکې ځنډرامنځته شوى و. د مينه والو او لوستونکيو دبيابيا غوښتنو وروسته افغان هنر پروډکشن وپتېيله چې کيسه ډايجست مجله د ځوان ليكوال او ژورنالېست عزيز احمد تسل په مديريت او اغلې فرشتې په مرستيالۍ په هرو دوو مياشتو کې په پرلپسې توګه چاپ او خپره کړي.
له همدې امله د مجلې اداره له ټولو درنو كيسه ليكوالو څخه هيله كوي چې خپلې لنډې کيسې په لاندې پته راولېږي.

Kisa_daijast@yahoo.com