هلمند:دڅلورو قامي مشرانو مړي وموندل شول

34 | اپریل 13th, 2008


دهلمند ولايت په سنګين ولسوالي کې دهغو څلوروکامي مشرانو مړي موندل شوي چې څلور ورحي وړاندي مرجې ولسوالۍ ته ديوې سوله ييزي مرکې لپاره تللي وو. له دوى سره دموټر چلوونکي مړى هم موندل شوى دى . دهلمند يوه امنيتي چارواکي چې دخپل نوم له اخيستلو يې ډډه کوله لراوبر ويبپاڼي ته وويل چې په وژل شويو کسانو کې يو داروزګان ولايت دچارچينو ولسوالي اوسېدونکى دى او درې نور دهلمند کامي مشران دي . . دهلمند دمولکي روغتون يوه ډاکتر لراوبر ويبپاڼي ته وويل چې پنځه واړه کسان په ګوليو ويشتل شوي دي . ددوى مړي نن سهار موندل شوي او لااوس هم دهلمند په روغتون کې پراته دي .  

Copyright Larawbar 2007-2024