کابل: دګاز چاودني ۲۰۰ کسان مړه او زخميان کړل
تېره ورځ ماځيګر په کابل کي په حيدري ورورڼو اوبړين ګاز شرکت د ګازو په زخيره کي د اورلګېدني له امله شل کسان مړه او ۱۸۰ کسان زخمي سوي دي چي د ۳۰ زخميانو حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دی . په شاوخوا کي تر شلو زياتو کورونو ته زيان اوښتی او يو شمېر موټران هم سوځول سويدي .
د کابل پوليسو په وينا پېښه د شرکت د کارکوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوې ده . عامو خلک پر دولت نيوکه کوي چي ولي دغسي شرکتونو ته د ښار په دننه کي د فعاليت اجازه ورکوي .