کور / د ماشومانو نړۍ / زموږ ماشومان زمونږ راتلونکی

زموږ ماشومان زمونږ راتلونکی

ماشومانو دګلونو په شان د ي چې ډیرې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري ، ماشومان د یو کور ښکلاده ، دکلي ښکلاده ، دقوم ښکلا ده او دټول ملت ښکلا ده ، ماشومان د یوقوم راتلونکی دی ، د پرون ورځې ماشوم دنن ورځې رهبر دی ، دنن ورځې ماشوم د سبا ورځې لار ښوونکی دی ، قوم جوړونکی دی ، ملک زرغونکی دی ، ماشومان هغه قیمتي پانګه ده چې ارزښت یې ډیر زیات دی ، هغه پانګه ده چې ملت جوړونه کې په راتلونکي کې تر ټول ستر رول لوبوي ،
ماشومان هغه څوک دي چې راتلونکي لپاره دښه تعلیم موندو په صورت کې ډیر څه کوای شي ، دښې تربیې دلیدو په صورت کې دا وطن ګلزاروی شي ، دا چمن شین کوای شي ، ددې وطن ورانې ودانئ رغوی شي ،
ماشومان په راتلونکي کې ددې وطن لپاره بنسټ جوړوي ، دا وطن باعزت ساتي او په غیرت یې ساتي .په  نړئ کې چې څومره هم لویان خلک ګورو ، رهبران ګورو او ستور مزلي ګورو دا هم یو وخت کې ماشومان پاتې شوي ، دوی هم ماشومتوب تیر کړی ، دوی هم دماشومانو غوندې لوبې کړي ، دوی ته په ماشومتوب کې اسانتیاوې برابرې شوي ، دوی خپل ماشومتوب کې دملي احساس درسونه ویلي او عملي یې زده کړي دي ، هغوی ته لا وړوکوالي کې دادرس ورکول شوای چې داستاسو وطن دی ، دا ستاسو چمن دی ، تاسو ددې وطن ساتونکي یئ ، تاسو ددې وطن جوړونکي یې او تاسو ددې وطن راتلونکي یئ ، دهغوی ټول ارمانونه پوره شوي دي ، دماشومتوب دوخت ښه وختونو ورته دراتلونکي لپاره ښه مشعلونه بل کړي دي .دماشومتوب دوخت زده کړو ورته دراتلونکي لپاره نیکه او روښانه لار ښودلې ده .
زمونږه  افغان ماشومان دنړئ دماشومانو سره فرق لري ، دنړئ ماشوم چې سحر دخوبه پاڅي ورته هر څه خوراکي مواد او مشروبات تیاروي ، خو زمونږه افغان ماشوم چې سحر دخوبه پاڅي هغه دا فکرکوي چې نن به زه دخپل غریب مور او پلار لپاره څوروپئ وګټم ، نن به زه څومره ګنډیرئ خرڅې کړم ، نن به زه څومره موټرې پاکې کړم ، زمونږه ماشوم چې سحر دکوره راوځي هغه دا فکرکوي چې نن به څومره خلک راته بدرد وايي ، نن به څو ځایه رټل کیږم .
زما دقوم دا ګلالي ماشومان
دخپل وطن نه راته زړه توروي
چې په چوکو کې ګنډیرئ خرڅوي
زما افغان خوار ماشوم دخپل مور او پلار او دخپل کور لپاره څومره زحمتونه په ځان تیروي ، دمکتب نه ویلو قرباني ورکوي ، دنوو جامو دنه کولو قرباني ورکوي ، ځانته ښه غذانه غواړي او نهرې په ځآن تیروی خو دخپل کور لپاره رزق ګټي ، هغه هم په د اسې حال کې چې د ډیرو لخو تعذیبیږي ، رټل کیږي او دوخت ځینې ظالمانو لخوا وهل کیږي هم ، خو زما افغان ماشوم چا ته ګیله نده کړې ، زما افغان ماشوم خپلې مور ته نه دي ویلي چې مورې زه نن فلاني ووهلم ځکه چې ماورته موټر پاکوه ، ما افغان ماشوم شکایت نه دی کړی چې پلاره زه ولې مکتب ته نه ځم ، زه ولې مکتب ته نه شم تللای ، زما ګناه څه ده ، مونږه ولې کړیږو . دغرب ماشومان په تلویزون کې هغسې ښکاري ، زما لاسونه ولې تڼآکې کیږي ، زما پښې په ژمي کې ولې چاودیږي ،  ایا زه دا حق نه لرم چې دغرب دماشومانو غوندې اسانتیا ولرم کنه دا دنیا یواځې دهغوی لپاره ښه پیدا شویده او زمونږه لپاره پکې برخه نشته
ماشومان که دمشرق که دمغرب دي
د ژړا او دخندا انداز یې یو دی
زما افغان ماشوم په ګلالي ګلالي لاسونو دمجبورئ له لاسه دوخت ظالمانو ته لاس نیسی ، دا لاس نیول سوال کول نه دي بلکه دوخت ظالمو او جابرو خلکوته هغوی یادونه کوي چې تاسې ظالمان یاستئ ، تاسو زمونږه دراتونکي خرابوونکي یاستئ ، زمونږه ددې حال تاسو ذمه وار یاستئ ، تاسو مونږه دې حال ته رارسولي یو .
زمونږه ګلالي ماشومان دګلانو ښکلا نده لیدلې ، د هوا دمرغانو ترانې یې نه دي اوریدلي ، دسوکاله چاپیریال خوشبویي یې نده محسوس کړې ، دوخت خوندونو نه برخمن شو ي نه دي ، زمونږه ماشومانو خلک په وینو کې رنګ لیدلي ، نو رماشومان یې دغلیم دلاسه قتل شوي لیدلي ، ګلالي کوچنیان یې په کمپلو کې مړه او وژل شوي لیدلي ، په هواکې یې تل د ډزو اوازونه اوریدلي ، دجنګ خطر یې تل محسوس کړی ، په خپل کلي کور کې یې تل دبارودو لوګي لیدلي او دبیګناه خلکو وژنه یې لیدلي ، زمونږه ماشومان که مکتب ته تللي نو مکتب یې وران او ړنګ لیدلی ، خپل مشر یې دبل سره په جنګ لیدلی او خپل وړوکی او کوچنی ژوند یې تل تنګ لیدلی .
خلک غواړي چې خپل راتلونکی روښانه کړي ، خلک غواړي چې خپل راتونکي لپاره خبل ماشومان ښه وروزي خو مونږه خپل راتلونکي په تبروهو ، مونږه دخپل راتلونکي مشعلونه په خپله وژنو ، زمونږه مشران په زوره زمونږه ماشومان دجهالت تیارو کې غټول غواړي ، بیرته یې دتیږې دورې ته بوول غواړي ، زمونږه مشران دخپلو ماشومان راتلونکی خپله دنده نه ګڼي بلکه دځآن لپاره یې خطر ګڼي ، هغه دمکتب څخه محروموي ،هغه دمینې څخه محروموي ،
زمونږه دماشومانو راتلونکی دخطر سره مخ دی ، کله به زمونږه مشرانو ته دااحساس کیږي چې زمونږه ماشومان هم ښه ژوند غواړي ، زمونږه ماشومان هم ښه ښوونه او روزنه غواړي ، زمونږه ماشومان هم خوشالیانې غواړي ، سوله ایز چاپیریال غواړي ، ارام غواړي ، زمونږه مشران به کله د خپلو ماشومانو دا اړتیا محسوسوي چې خپل ماشومان دملت ورانونې په ځای ملت جوړونې ته وهڅوي ، خپل ماشومان د یو ښه راتلونکي لپاره وروزي .زمونږه دمشرانو په غوږو ولې دکوڼوالي پردې ختلي دي ، زمونږه مشران ولې زمونږه دماشومانو دا چیغې نه اوري چې :
مونږه ستاسو ماشومان یو
مونږ ددې وطن بچیان یو
مونږه زده کړه سوله غواړو
دراتونکي رهبران یو
مونږه هم ښه ژوندون  غواړو
دراتلونکي شازلمیان یو
مونږه ستاسو ماشومان یو
مونږددې وطن بچیان یو