کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګو دوه کوچنيان او درې پوليس وژلي دي

کندهار: ځانمرګو دوه کوچنيان او درې پوليس وژلي دي

د کندهار چارواکي وايي د نن ورځي په ځانمرګو حملو کي دوه کوچنيان او درې پوليس مړه سوي دي، او ١٤ تنه وسله وال چي ځانمرګي هم پکښي حساب دي يايې خپل ځانونه چاودلي او يا هم د پوليسو له خوا وژل سوي دي.
د کندهار د ولايت مقام خبرپاڼه وايي درو ځانمرګو د فقيربابا په سيمه کي هدف ته له رسېدو دمخه ځان چاودلى، دوه کوچنيان پکښي مړه او شپږ نور زخميان سوي دي. تر هغه وروسته له امنيه قومندانۍ او مددخان چوک سره ځانمرګى سوى چي د چارواکو په وينا درې پوليس مړه او ١٨ زخميان سوي دي.
خبرپاڼه وايي تر ځانمرګو وروسته يوه ډله وسله وال د کاکا سيداحمد ليسې بامونو ته ختلي او له هغه ځايه يې پر قومندانۍ ټکان کول، چي د پوليسو له خوا ووژل سول او د ښار حالت عادي دئ.
د کندهار د نن ورځي د حملو مسئوليت د تل په څېر طالبانو پر غاړه اخيستى او د ګڼ شمېر پوليسو د مړيني ادعا پکښي کوي، خو د ملکي کوچنيانو د مرګ ژوبلي په باب يې څه نه دي ويلي.