پاکستان کولاى سي طالبان سولي ته کښېنوي

عطاالله محمدي | جولای 10th, 2012


د کابل ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه د ولسمشر کرزي په څرګندونو هم بحثونه کړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي په حواله د سولې په بهیر کې د پاکستان په رول ټینګار کړی او لیکلي، چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په مهال به ورسره په دې اړه سپینې خبرې وشي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلی کرزی په طالب مشرانو د پاکستان نفوذ ته په اشارې دا باور څرګند کړی، چې دغه هیواد کولای شي، چې د طالبانو مشران د سولې خبرو ته کینوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ولسمشر کرزي د ټوکیو د کنفرانس په څنډه کې د سولې د عالي شورا د مشر لیدنې کتنې هم مهمې بللي او ویلي، چې دوی هڅه کوي په دې اړه خپلو هڅو ته نور هم زور ورکړي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا ټینګار کړی، چې د سولې له نوي چانس باید ګټه پورته شي او افغان دولت باید له حزب اسلامي او طالبانو سره خپلو تماسونو ته زور ورکړي.

خو ورځپاڼې د سولې په هڅو کې د پاکستان په رول شک څرګند کړی او لیکلي، چې دغه هیواد تل په دې بهیر کې د مرستې ژمنې کړي، خو عملا یې بیا په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

ورځپاڼه لیکي، چې پاکستان هڅه کوي، چې د طالبانو پر مټ په افغانستان کې خپل رول او اغیز ثابت وساتي او نړیوالې ټولنې نه په دې اړه باج واخلي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې افغان دولت باید له نړیوالو مراجعو له لارې؛ په پاکستان خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، څو دغه هیواد په خپله لمنه کې ساتلي طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي.

خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا دا پوښتنه کړې، چې ایا د ولسمشر کرزي دا څرګندونې، چې د سولې په بهیر کې یې د پرمختګ په اړه کړي، سوله راولي؟

ورځپاڼې وړاندې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي، چې د ولسمشر کرزي دا ډول څرګندونې یوازې د دوو ورځو لپاره وي او غواړي؛ نړۍ ته وښیي، چې په افغانستان کې هر څه سم دي او په دې ډول غواړي د نړۍ مرستې جلب کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان لا هم دې ته ترجع ورکوي، چې د افغان دولت پر ځای له امریکا سره خبرې وکړي او دا ځکه، چې ددوی په فکر موجوده ستونزې یوازې له امریکا سره په خبرو هواریدلې شي.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د ولسمشر کرزي څرګندونې راخستي او لیکلي، چې طالبان له افغان حکومت سره سوله غواړي او پدې اړه په کیوټو کې دوه اونۍ وړاندې شوې غونډه خورا مهمه وه.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې د بهیر په اړه وروستیو پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، چې افغانانو ته د بین الافغاني تفاهم ضرورت دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ او یا په ټوله کې د یوه بین الافغاني تفاهم او خبرو اترو بهیر افغانان پر دې پوه ولای شي، چې دوی د یوز پردۍ بدمرعې جګړې خاشامک دي، څومره ژر، چې دوی ځانونه ترې راوباسي هومره یی په خیر وي.

ورځپاڼه لیکي، چې ښایی بهرنیان په ډیر مهارت سره د یوه بین الافغاني تفاهم د پیلیدو مخه ونیسي، خو پخپله افغانان، چې په هر لوري پورې تړاو لري باید دغه تاریخي اړیتا درک او خپل رسالت ادا کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024