کور / تازه خبرونه / پکتيا: ناټو د حقاني ډلي قومندان نيولی دی

پکتيا: ناټو د حقاني ډلي قومندان نيولی دی

ناټو وايي چي د افغان ځواکونو سره يې په ګډو عملياتو کي نن د پکتيا ولايت په ګيان ولسوالي کي د حقاني ډلي يو مهيم قومندان ژوندی نيولی دی خو ناټو نه ددغه قومندان نوم ښوولئ او نه طالبانو تر اوسه دا خبره تائيد کړېده .

د ناټو لخوا لراوبر ته د رسېدلي خبرپاڼي له مخي په دغو عملياتو کي ناټو او افغان ځواکونو د طالبانو د سپکو او درنو وسلو تر بريد لاندي راغله چي په نتيجه کي د خبرپاڼي له مخي يوشمېر حمله کوونکي ووژل سول او ځيني نور ژوندي ونيول سول چي وسلې يې ددوی لاسته ورغلې خو دغه خبر هم تر اوسه د طالبانو لخوا نه دی تائيد سوئ .
د ناټو په خبرپاڼه کي ويل سويدي چي په دغو عملياتو کي ملکي خلکو ته زيان نه دئ اوښتی .