کور / تازه خبرونه / کندهار: څلور ماين ښخوونکي په خپل ماين ووژل سول

کندهار: څلور ماين ښخوونکي په خپل ماين ووژل سول

په غورک کي څلور ماين ښخوونکي ووژل سول
نېټه١٣٩٠، ٠٤، ٢٣
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت په غورک ولسوالي کي څلور تنه ماين ښخوونکي وسلوال د خپلو ماينونو په چاودنو کي وژل سوي دي.
څلور تنه وسلوال چي نن ماپښين څه کم دوې بجې يې د غورک ولسوالۍ د بالا حصار په کلي کي ماينونه ښخول هغه مهال ووژل سول چي پرې خپل ماينونه وچاودېدل.
ياده سيمه چي مخالفينو غوښتل پکښي نن ماينونه ښخ کړي يوه خورا مزدحمه او ګڼه لاره لري او ددې امکان موجود و چي که نني ماينونه ښخ سوي واى نو زياتو ملکي خلکو ته به درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي واى.
له چاودني سمدستي وروسته امنيتي ځواکونه ساحې ته رسېدلي او دمخالفينو د مړو ترڅنګ يې يو شمېر سپکې وسلې او څه اندازه چاودېدونکي توکي او ريموټونه هم پيدا کړي دي.
د افغانستان د سولي او خلک دښمنان همېشه هڅه کوي چي پر لويو لارو ماينونه ښخ کړي او بيا د ملکي خلکو او يا هم دولتي کاروانونو د تګ پرمهال ورته چاودنه ورکړي او زيانونه واړوي.