طالبان : د شنډنډ اولسوالۍ اولسوال مو وواژه

عطاالله محمدي | جولای 14th, 2012


وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي تېره شپه شااوخوا اته بجې ئې د هرات ولايت په شنډنډ اولسوالۍ کي د دې اولسوالۍ اولسوال د يوه غلچکي بريد په پايله کي وواژه.
طالبان ليکي چي نوموړى درې کاله مخکي د دې اولسوالۍ اولسوال ؤ خو دا ئې نه دي ويلي چي آيا هغه ئې د هغه وخت د ښاروالۍ پر وظيفه وژلى او که ئې اوس کمه بله وظيفه سرته رسوله او پر هغې ئې وژلى.
حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024