هلمند : وسلې او چاودېدونکي توکي نيول سوي

عطاالله محمدي | جولای 15th, 2012


د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت په مارجه او ګرشک اولسواليو کي د دې ولايت امنيتي پوليسو يو لړ چاڼيز عمليات کړي او په پايله کي ئې يو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي نيولي.
چارواکي وايي چي په نيول سوو توکو کي نهه كلاشينكوفونه، يو راكټ يوه توپنچه يو ٣٠٣٠ بر ټوپك،۱۸ د كلاشينكوف شاجورونه او نور شامل دي.
چارواکي وايي چي په دې اړه ئې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه ئې پلټني پيل کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024