کور / تازه خبرونه / فراه: ماين ښخوونکي د خپل ماين ښکار سول

فراه: ماين ښخوونکي د خپل ماين ښکار سول

د فراه ولايتي چارواکي وايي دوه تنه برايي په داسي حال کي په خپلو ماينونو ووژل سول، چي پر لويه لاره يې ماينونه ښخول.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وايي پېښه د بالابلوک ولسوالي د کراني او ګنج آباد په سيمو کي رامنځته سوې، چي ملاعبدالمالک د شيوان د کلي اوسېدونکى او دواجان د کراني د کلي اوسېدونکي غوښتل ماينونه ښخ کړي، خو خپله پر دوى چاودلي دي.