جهل مرکب

د لراوبر اداره | جولای 17th, 2012


د منطقو پوهان لکه چې علم پرحضوري ، حصولي ، قدیم او حادث ویشي دغسي جهل هم بسیط او مرکب ته تقسیموي.

بسیط یا بي جزء او تعدده جهل دې ته وايي چي څوک په یوشي نه پوهیږي او دی هم پوهیږي چي نه پوهیږي.

مرکب یاغبرګ جهل دادی چي نه خوڅوک پوهیږي اونه هم په دي پوهیږي چي ګواکي نه پوهیږي.

موږ ډیری په دغه دوهمه ناجوړي اخته یو.

په یوشي باندي نه پوهیدل دونه عیب نه دی لکه په دي نه پوهیدل چي ګواکي نه پوهیږي.

ضروري نه ده چي څوک دي په دنیاکي په هرڅه علم ولري ، خو البته داضروري ده چي څوک پرخپل نفسي حالاتو، علم او جهل علم ولري.

د فقهي د ملاصاحب لپاره ښايي د منطقو په یوه قضیه باندي نه پوهیدل دونه بد ونه ایسي لکه دا چي دی پرهرڅه باندي پرخپلي پوهي اصراروکړي.

د طب له یوه ډاکټرڅخه یوازي دا تقاضاکیږي چي باید ښه ډاکټروي ، که دي ښه منیجرنه وي بده نه ده اما دا بیاډیره بده ده چي دی ځانته ښه منیجرووايي حال دا چي مدیریت يي ضعیفه وي.

ولي باید موږ هریو عقل کل واوسو؟ ولي باید ارو مرو خپلوځانونوته د جامع الکمالات لقب ورکړو؟ ولي په هره کاسه کي سرغوټه کوو؟

که د اقتصاد استاد په یوه ټلویزیون کي د اقتصادي مسائلوپه باب ږغیږي هرڅوک يي پرخبره غوږنیسي خو که په نظامي چاروکي هرڅونه په قاف او لام هم ګډ سي سپک ایسي.

ځکه پوهانو ویلي: (نه پوهیږم ) پخپله پوهه ده .

Copyright Larawbar 2007-2024