کور / تازه خبرونه / په کندوز کې یو دینی دارالحفاظ تاسیس شو

په کندوز کې یو دینی دارالحفاظ تاسیس شو

دکندز ولايت: دروان كال دچنگاښ په ۲۷ نيټه د کندز ولايت په مرکز کې دشهدای سه درک دارالحفاظ چې په دې وروستيو كې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي ووتاسیس شو.
په هغه غونډه كې چې په همدې موخه د نوموړی دارالحفاظ په انګړ کې جوړه شوې وه دکندز ولايت د پوهنې رياست پر مسؤلينو برسیره، لسګونو قومي مشرانو او ځايي دولتي چارواكو ګډون كړى وو.
غونډه دقرآن عظیم الشان دمبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته دغونډی ګډون والو په خپل وار سره دموضوع اړوند خبری وکړی او دسیمي خلکو ته یی د دارالحفاظ دتاسیس له امله مبارکي وویل او د پوهنې وزارت د دې ګام ستاينه وشوه چې د غونډې ګډونوالو په دې برخه كې ورسره د لازياتو همكاريو غوښتنه وكړه.
دیادونې وړ ده چې دیادشوي دارالحفاظ د ودانۍ دجوړه ولو لپاره دمرحوم محمد امین هوتک زوی میر ولی خان لخواه یو جریب ځمکه په وړیا ډول معارف ته ورکړل شوي په دغه نوى تاْسيس شوې دارالحفاظ کې۱۵۰ تنه نجونۍ او هلکان په دیني زده کړه بوخت دي.