کور / نثر / د (( ایک تها ټائیګر )) فلم پر خپراوي بندیز ولګول سو

د (( ایک تها ټائیګر )) فلم پر خپراوي بندیز ولګول سو

خپروونکی :بي بي سي
ژباړه : احمدشاه پاڅون


په دې فلم کي سلمان خان د هندستان د استخباراتي ادارې (را) د یوه ايجنټ رول لوبولی دی . په پاکستان کي د بالي ووډ ستوري سلمان خان راتلونکي فلم (ایک تها ټائیګر) په خپراوي بنديز لګول سوی دی .
د پي ټي ای خبري اژانس د راپور سره سم د پاکستان د بریښنایي رسنیو د نظارت ادارې پاکستان کي کېبل چلوونکو او سیټلایټ تلیویزوني چینلونو ته د هدایت ورکولو تر څنګ ویلي چي دا فلم د پاکستان استخباراتي شبکه اي ایس ای په غلط ډول انځوروي .
د فلم ډایریکټر کبیرخان په ټویټر کي لیکلي چي (( ایک تها ټایګر، فلم په هیڅ ډول د سخت دریځو د پلویانو او د پاکستان د مخالفت فلم ندی )) .
هغه وویلي ((  د افسوس خبره ده چي په فلم انډسټري کي مخکي څو سخت دریځي فلمونه جوړ سوي دي چي نتیجه یې نن موږ ګورو . زه پاکستان کي د سلمان خان مینه والو ته ډاډ ورکوم کله چي د پاکستان د سانسور کمېټه به د فلم تر کتلو وروسته هیڅ ډول نیوکه ونلري او د هغوی په تیاتر کي به دا فلم خامخا وړاندي کیږي ))
په (ایک تها ټایګر) فلم کي سلمان خان د هندستان د استخباراتي ادارې (را) د یوه اجنټ په ډول را څرګندیدونکی دی ، چي د یوه ماموریت په موخه پاکستان ته استول کیږي . په دې فلم کي کترینه کیف او رنویر شوري هم مهم رول  لوبوي .
د یش راج د فلمي کمپنۍ  دا فلم په هندستان کي اګست پر ۱۵مه نندارې ته وړاندي کیږي .
دا لومړی ځل ندی چي پاکستان کي د فوځ یا د پټو ادارو د رول له امله د کوم فلم د کتو مخه نیول کیږي .
د روان کال په مارچ میاشت کي د بالی ووډ یو بل فلم (ایجنټ ونود) پر ننداره په پاکستان کي بندیز لګول سوی وو . په دې فلم کي هم د ای ایس ای د غلط تصویر خبره سوې وه .
د (اجنټ ونود ) ډایرکټر شری رام راګهون بي بي سي سره په خبرو کي وویل (( زما په نظر هیڅ فلم جوړوونکی په لوی لاس د یوه هیواد یا د هغه د ادارو د بدنامولو اراده نلري ، دا چي مخکي یو شمېر فلمونه داسي جوړ سوي وو چي پکي د پاکستان پر خلاف ټکي لیدل کیږي .ښایي ددې له امله پاکستان فکر کوي چي هر څه کیږي باید بندیز پرې و لګيږي . دا بیا بېله خبره ده چي په وروسته کي  هم دا فلمونه د کاپي رايټ سیډیانو له لاري کتل کیږي.